چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ګډې همکارۍ د چين او امريکا ترمنځ د موجودو ستونزو د حل يوازېنۍ لار ده

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 13, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ګډې همکارۍ د چين او امريکا ترمنځ د موجودو ستونزو د حل يوازېنۍ لار ده
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

چين او امريکا د مې په دوولسمه نېټه د سويس په ژنيو کې د اقتصادي او سوداګريزو خبرو اترو په تړاو ګډه اعلاميه خپره کړه او د نړیوالو رسنيو د خبرونو سرټکی وګرځېده.

کارپوهانو د چين او امريکا ياده اعلاميه د دواړو هېوادونو د سواګرۍ لپاره يو مهم ګام بللی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د دې اعلاميې له مخې، امريکا پر چينايي توليداتو ۹۱ سلنه اضافې تعرفې او چين هم پر  امريکايي توليداتو ورته لګيدلي تدبیرونه لغوه کړي دي. د دې ترڅنګ امريکا پر چين ۲۴ سلنه اضافي تعرفې ځنډولي او چين هم پر امريکايي تولیداتو اضافي تعرفې کمې کړې دي. د چين او امريکې له يادې اعلاميې وروسته د نړۍ د ونډو لوی بازارونه پورته شوي دي.

د سوداګرۍ د نړيوال سازمان عمومي مديرې نګوزي اکونجو ايويلا د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريزې خبرې اترې نه يوازې د دغو دوو هېوادونو، بلکې د نړۍ د نورو هېوادونو لپاره هم ډېرې مهمې بللي او په خبره یې، د دغو لویو هېوادونو دغه چاره د نړۍ د نورو هېوادونو له هيلو سره سمون لري.

د چين او امريکا يادې خبرې د واشنګټن په غوښتنې ترسره شوي او دا د روان کال په اپرېل کې يو پر بل د اضافي تعرفو له لګېدو راهيسې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ لومړی مخامخ خبرې دي.

دواړو خواوو په تېرو دوو ورځو کې د نظريو صميمي او ژورې تبادلې کړي، ګڼو ګډو نظريو ته رسېدلي، تعرفې يې راټيټې کړي او موافقه يې کړې چې د پاملرنې وړ مسئلو د حل لپاره به اقتصادي او سوداګريز مشورتي ميکانيزم جوړ کړي.

دواړه خواوې ګډې نظريې، د سوداګریزو ستونزو د لرې کولو لپاره د تدبيرونو نيول او د اړوند ميکانيزم جوړول د يادو خبرو درې عمده لاسته راوړنې بللي او رښتينی پرمختګ ترې ښکاري.

د چين د ډيپلوماسۍ پوهنځي پروفيسور لي های دونګ له سي اېم جي سره په خبرو کې ويلي، چې چين او امريکا په يادو خبرو کې پړاوييزې لاسته راوړنې لري او دا یې اسان کار نه دی بللی او په خبره يې، د دواړو هېوادونو دغه ګام د دې ښکاندویي کوي، چې دوی د خپلمنځي اقتصادي اړيکو پر نژدې کېدو او نه پرې کېدو ښه پوهېږي او د دې ترڅنګ دغو لاسته راوړنو يې په نورو برخو کې هم د دواړو خواوو د همغږۍ او همکارۍ لپاره بنسټ برابر کړی دی.

د چين د ژن مين پوهنتون پروفيسور وانګ شياو سونګ هم ورته نظر څرګندوي او وايي، د چين او امريکې د يادو خبرو لاسته راوړنو د دواړو هېوادونو د توپیرونو د لرې کولو او د خپلمنځي همکاريو د لا پياوړتيا لپاره زمينه برابره کړې ده.

د امريکا حکومت د روان کال په اپرېل کې پر چینایي توليداتو يو اړخيزې تعرفې ولګولې او وروسته یې پر له پسې پرې زياتې کړې او د تعرفو انډول يې ۱۲۵ سلنو ته ورساوه.

چين هم ارام کېنناست او پر وړاندې يې ورته ګامونه واخیستل او پر امريکايي توليداتو يې اضافي ګمرکي تعرفې ولګولې. د دواړو هېوادونو د اضافي تعرفو منفي اغېزې ډېر ژر ښکاره شوې، خو د امريکا حکومت بیا په کوردننه او بهر له سختو فشارونو سره مخ شو.

په نړۍ کې د واشينګټن د تعرفو پر تګلارې نيوکې ډېرې شوي او ګڼو هېوادونو خپل غږونه پورته کړي دي.

چین اقتصادي ځواک لري، د ورخلاصون د پراخوالي تګلاره یې غوره کړي او د خپلې اقتصادي ستراتيژۍ د پلې کولو او د ننګونو او ستونزو د لرې کولو په پار ټينګه او پياوړې اراده لري.

د روان کال په لومړۍ ربعه کې د چين د اقتصاد پرمختیايي انډول په سلو کې پنځه اعشاريه څلور زياتوالی ښودلی او دغه رقم يې د نړۍ په عمده اقتصادونو کې مخکښ ځای نيولی دی.

روېټرز وايي، د روان کال په اپرېل کې د چين صادراتو د امريکا له اضافي تعرفو سره سره په سلو کې لس زياتوالی موندلی دی او داسې ښکاري، د چين وروستيو تدبيرونو مثبت رول لوبولی دی.

عمل د خبرو په پرتله ډېر مهم دی. په ژنيو کې د امريکا او چین د اقتصادي او سوداګریزو خبرو اترو لاسته راوړنې د ستايلو دي. خو سوداګريز پرمختګ د دواړو خواوو ګډو هڅو ته اړتيا لري او په تېره بيا په دې برخه کې باید امريکا خپل صميميت وښيي او په عمل کې یې باید ثابت او له چین سره پر يوه لوري ګامونه پورته کړي.

Previous Post

شي جين پينګ د چين، لاتيني امريکا او کاربين اتحاد فورم د وزيرانو څلورمې غونډې د پرانيستلو په مراسمو کې ګډون وکړ

Next Post

کډوال؛ د سپين بولدک له لارې شاوخوا ۸ زره کورنۍ را ستنې شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کډوال؛ د سپين بولدک له لارې شاوخوا ۸ زره کورنۍ را ستنې شوې

کډوال؛ د سپين بولدک له لارې شاوخوا ۸ زره کورنۍ را ستنې شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ولسمشر غني: د امریکا تر وتلو وروسته؛ د همکاریو د بڼې له بدلون پرته هیڅ هم تغیر نه کوي

ولسمشر غني: د امریکا تر وتلو وروسته؛ د همکاریو د بڼې له بدلون پرته هیڅ هم تغیر نه کوي

مې 27, 2021
برادر: د اوبو ښه مدیریت د سرپرست حکومت مسوولیت دی

برادر: د اوبو ښه مدیریت د سرپرست حکومت مسوولیت دی

نوومبر 22, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ