د چين، لاتيني امريکا او د کارابين اتحاد فورم د وزيرانو څلورمه غونډه د روانې میاشتې په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دې غونډې مشري وکړه او د ياد اتحاد د بېلا بېلو غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، استازو او د سيمه ييزو سازمانونو مسؤلينو پکې ګډون وکړ.
وانګ يي غونډې ته ويلي:نن زمونږ د دولت رئيس شي جين پینګ د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې يوه مهمه وينا وکړه او دې ته يې اشاره وکړه چې چین غواړي له لاتيني امريکا سره پنځه لويې پروژې پيل کړي، ګډ پرمختګ ومومي او د چين او لاتيني امريکا د ګډ برخلیک ټولنه اباده کړي. هغه دغه راز وویل چې د لاتيني امريکا له مشرانو سره د نظر یووالي ته رسېدلي او د دوه اړخیزو اړيکو د روښانه راتلونکې د برابرولو لپاره يې پرمختیایي نقشه هم ټاکلې او د دواړو خواوو ګډو پرمختګ ته يې ستراتيژيکه لارښوونه کړې ده. ده زیاته کړه، چين غواړي له لاتيني امريکا سره يو ځای د اړوندو کارونو د تر سره کولو لپاره ګډې هڅې وکړي. هغه وايي: لومړی باید مونږ يو د بل له کليدي ګټو څخه ټينګ ملاتړ وکړو؛ دوهم دې اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ لا پياوړې کړو؛ درېیم بايد د سولې او امنيت د ساتلو په برخه کې خپلمنځي همکارۍ وکړو؛ څلورم بايد يو د بل د پرمختګ له تجربو څخه زده کړه وکړو؛ پنځم دې په نړۍ کې د عدالت د تامین ټينګه ساتنه وکړو.
د لاتيني امريکا او کارابين هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د رئيس شي جين پینګ له خوا د همکارۍ وړانديز او يو لړ نور نړيوال پیشنهادونه وستايل او له چين څخه يې مننه وکړه چې تل يې د برابرۍ پر بنسټ ولاړه، پرانيستې او همکاريزه روحيه غوره کړې ده. یادو وزیرانو هیله ښودلې چې د ياد فورم او د چین د باکيفيته پرمختګ له فرصته په استفادې سره هراړخیزې همکارۍ پراخې کړي تر څو د ګډو ګټو پر بنسټ ګډ بريالیتوبونه تر لاسه کړي. لاتيني امريکا او کارابین هېوادونه به د يو چين د پېژندنې، د ملکيت حق او عدالت د تامین، د نورو په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې په شمول د نړيوالو اړيکو پر اصولو او څو اړخيزم ټينګار ولري او له چين سره به د سوله ييز، عادلانه، زرغونې، ټولشموله او دواملرونکې راتلونکې د برابرولو لپاره ډېرې هڅې وکړي.