د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د مې په ۱۳مه نېټه په یوه مطبوعاتي غونډه کې پر امریکا نیوکه وکړه چې د چین ښه نیت یې له پامه غورځولی او په غیر معقول ډول یې پر چین د فینتانیل په پلمه تعرفې لګولې دي چې د نشه يي توکو د مخنیوي په برخه کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو اترو او همکارۍ او د چین ګټو ته سخت زیانونه رسولي دي. د چین د ميډیا ګروپ د سي جي ټي ان (CGTN) لخوا په ټوله نړۍ کې د انټرنیټ کارونکو لپاره خپره شوې نظرپوښتنه ښیې چې ۹۱،۸ سلنه ځواب ویونکو ویلي چې د امریکا دا اقدام سیاسي لاسوهنه او د تعرفو له لارې پر خپلو سیالانو فشار اچول دي چې موخه یې د نشه يي توکو په کنټرول کې د دوی خپله ناتواني پټول دي.
په سروې کې، ۹۱ سلنه ځواب ويونکي په دې باور دي چې د نشه يي توکو کارول د امریکایانو د ژوند او خوندیتوب لپاره یو له سترو ګواښونو څخه دی او ۹۴ اعشاریه ۸ سلنه ځواب ویونکي بیا په دې باور دي چې د نشه يي توکو خپرېدل په امریکا کې په یوې اوږدمهاله ټولنیزې مسئلې بدل شوي دي.
دا سروې د سي جي ټي ان د انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو په ۵ ټولنیزو رسنیو کې خپره شوه او په ۲۴ ساعتونو کې له ۱۲ زرو څخه زیاتو انټرنیټ کارونکو په رایه اچونه کې برخه واخیسته او خپل نظرونه یې څرګند کړل.