د چين د دولت رئيس شي جين پينګ مېرمن پنګ لي يوان د مې د ۱۳مې نېټې په ماسپښين په بېجينګ کې د برازيل د ولسمشر لولا له مېرمنې لویز ايناشيو لولا دا سيلوا سره یو ځای د چين له ملي تياتر څخه ليدنه وکړه.
د دواړو مشرانو مېرمنو په ګډه د ملي تياتر داخلي ساختماني جوړښتونه له نږدې کتلي، د هنري لاسته راوړنو له يو نندارتون څخه يې ليدنه کړې، د نړيوالې کلتوري تبادلې او د هنرونو د خپرولو په برخو کې د چين د ملي تياتر کارونه يې معلوم کړي دي. تر ليدنې وروسته دواړو مېرمنو په خوشحاله فضا کې سره يو ځای سندرې ويلې دي.