په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي استازي فو څونګ د روانې مياشتې په ۱۳مه نېټه د غزې د بشري وضعیت په اړه جوړه شوې بېړنۍ غونډه کې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې په دې سیمې کې د بشري ناورين د ختمېدو لپاره باید بېړني ګامونه پورته شي.
هغه زياته کړې چې اسرائيل پر غزې بريدونو ته دوام ورکړی چې له امله يې هره ورځ بې ګناه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي. ده ویلي چې غزه له څه باندې دوو مياشتو راهیسې کلابنده ده او د اړتیا وړ توکي ختم شوي او خلک يې له وږې سره مخ دي او ناروغۍ هم په دې سيمه کې د خپرېدو په حال کې دي.
ده زیاته کړې چې د غلودانو د خونديتوب په اړه د راپور له مخې د غزې خلک خوراکي موادو ته لاس رسی نه لري او نږدې پنځه لکه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
هغه همدارنګه ويلي چې چين به له نړيوالې ټولنې سره په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو، د بشري ناورين د ختمېدو ، د دوو هېوادونو د لايحې د پلې کولو او د فلسطين مسئلې د عادلانه حل وفصل لپاره ګډې هڅې وکړي.