د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د می د ۱۴مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د د کولمبيا له ولسمشر ګوستاوو پيترو سره وکتل.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وویل چې کولمبيا په لاتيني امريکا کې يو مهم هېواد دی او چين تل د دوه اړخيزو اړيکو پرمختګ ته له ستراتيژيک او اوږدمهاله ليدلوري څخه ګوري.
ده زیاته کړې چې سږ کال د چين او کولمبيا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کليزې سره برابر دی او چين غواړي له کولمبيا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د لا زيات پرمختګ او د دواړو هېوادونو خلکو ته د لا زياتو ګټو د رسولو لپاره ګډ کوښښ وکړي.
پیترو وویل چې دواړه خواوې باید متقابل سیاسي باور او ملاتړ پياوړی کړي.
دواړو مشرانو له خبرو اترو وروسته په ګډه “د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند او د ۲۱مې پېړۍ د سمندري ورېښمو لارې د ابادۍ په اړه د چین او کولمبیا د حکومتونو ترمنځ د همکارۍ پلان” لاسلیک وکړ.