الجزیرې خبري شبکې په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د قطر له امیر تمیم بن حمد الثاني سره د دفاعي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هوکړې لاسلیک کړې دي. د راپور له مخې، تمیم بن حمد الثاني پرون( د مې پر ۱۴مه) ویلي چې قطر او امریکا د سوداګریزو او دفاعي هوکړو له لاسلیک وروسته خپلې اړیکې بلې کچې ته رسولې دي. دا هوکړې په دوحه کې د امریکا د ولسمشر او د قطر امیر ترمنځ له مذاکراتو وروسته لاسلیک شوې دي. ورته مهال سپینې ماڼۍ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د ټرمپ او الثاني ترمنځ هوکړې لاسلیک شوې چې پر بنسټ به یې د ۱.۲ تریلیونو ډالرو په ارزښت اقتصادی راکړه ورکړه برابره شي.