د خوست ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د «شمل دوه منده ولسوالۍ» په اړوند سیمه کې د کوارسو ډبرو لوی کان کشف شوی دی. د یاد ولایت د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې دا کان د طبیعي زېرمو له مهمو ډولونو څخه شمېرل کېږي او د لومړي ځل لپاره په دغه سیمه کې تثبیت شوی دی. «کوارس د الماني ژبې له Quaetz کلیمې نه اخیستل شوی چې یو سخت او قوي منرال دی. دا ډبره بېلابېل رنګونه لري او په بازار کې یې خلک د کرسټال، بلور یا یخک په نومونو هم پېژني.