د چين «چيو شي» مجاله کې د مې په ۱۶ مه د دغه هېواد د واکمن کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پینګ يوه مقاله خپره شوه.
په دغه مقاله کې چې عنوان يې دی« راځئ د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې اته مقررات په ټينګار پلي کړو او په غوره سبک د ټولنې او خلکو د دودونو لارښوونه وکړو»، د ۲۰۱۲م کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۵م کال تر مارچ پورې د شي جين پينګ اړوندې څرګندونې راټولې شوې دي.
شي جين پينګ په دې مقاله کې اشاره کړې، چې د چين د کمونېست ګوند سبک د خپلې واکمنۍ په پايښت پوړې تړلی دی، دغه ګوند له خپل اتلسم ملي کانګرېس راهیسې د ګوند په دننه د موجودو ستونزو او نيمګړتياوو د لرې کولو لپاره ډېرې هڅې کړي، اته مقررات يې ټاکلي او له دې لارې يې د خپل سبک ستونزې هوارې او د ګوند هراړخيز او جدي مديريت يې پياوړی کړی دی.































