د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د مې په ۱۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د شمېرنې د ملي ادارې له لوري د تېر اپرېل د اقتصادي ودې ارقام خپاره کړي دي.
خپار شوي تازه ارقام ښيي، چې په اپرېل کې په چين کې لا فعالې اقتصادي تګلارې پلې شوي دي.
سرچینه وايي چې د چین اقتصاد له بهرنیو فشارونو سره سره لا ښه شوی دی.
د چين د شمېرنې د ملي ادارې د ارقامو له مخې، په اپرېل کې چين کې د لويو صنعتي تصديو د توليدي ارزښت د زياتوالي اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱/۶ لوړه شوې ده. په ورته موده کې چين کې د مصرفي توکو د پرچون خرڅلاو ارزښت ۴/۳۷۱۷ ميليارډه يوانه و او د تېر کال د اپرېل په پرتله ٪ ۱/۵ زيات شوی.

































