چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین ثابت پرمختګ د لا غوړېدو په حال کې دی

لیکنه: هیله؛ د سي جي ټي ان پښتو خبریاله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 20, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چین ثابت پرمختګ د لا غوړېدو په حال کې دی

default

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چین او امریکا مرکچي پلاویو څو ورځې وړاندې په سویس کې پر سوداګريزو جنجالونو خبرې وکړې او يوې نسبتاً ښې هوکړې ته سره ورسېدل. دواړو هېوادونو یو د بل پر تولیداتو تعرفې ټیټې کړي او د تعرفو جنجال د ارامېدو نښه یې ورکړې ده.

چین له امريکې سره په سوداګريز جنجال کې د خپلو حقونو د ساتلو په پار ټينګ دريځ غوره کړی او د نړیوالې ټولنې پراخې پاملرنې او ستاینې یې ترلاسه کړې دي.

چین لوی کورنی بازار او ډېر بهرني همکاران لري، د خلکو تقضا یې زیاته ده او اقتصاد یې د ننګونو پر وړاندې د مقابلې ښه وړتیا لري.

د چین د اقتصادي جوړښت اساس ته په کتو دغې پايلې ته رسېږو، چې دغه هېواد په تېرو لسګونو کلونو کې د اقتصادي جوړښت ژور اصلاحات ترسره کړي دي. چين پخوا د نړۍ فابریکه بلل کېده، خو اوس د ګردې نړۍ بازار بلل کېږي، ځکه یو اعشاریه څلور میلیارډه نفوس يې د لګښت بالقوه ځواک لري.

تېر کال په چين کې د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت ۴۸ اعشاریه ۸ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی ، چې دا د دغه هېواد د کورني تولید په اندازه کې ۴۴ اعشاریه ۵ سلنه جوړوي او اوسمهال يې دغه انډول له ۶۰ سلنې زیات دی.

د ګواګ دونګ د یوې فابریکې خاوند رسنيو ته ویلي، چې د امریکا له لوري يې سپارښتنې کمې شوي، خو د کورني بازار پر مټ یې فابریکه چلېږي.

اوسمهال د چین ۸۵ سلنه نړيوالې تصدۍ په کوردننه کاروبار لري او د توکو ۷۵ سلنه پلور په کورني بازار کې تر لاسه کوي.

د چین دولتي شورا د مې په ۱۵مې نېټې په یوه ناسته کې پر دې ټینګار کړی، په داسې حال کې چې نړیوال وضعیت ترینګلی او بې ثباته دی، د چین د کورنۍ تقاضا د بازار حیاتي ځواک د بهرنیو ننګونو پر وړاندې قوي رول لوبولی شي.

برسیره پر دې، چین په نړۍ کې تر ټولو بشپړ صنعتي سیسټمونه هم لري.په ۲۰۲۳م کال کې د چین د نوې انرژۍ موټرو، لیتيم بیټريو او د لمريزې انرژۍ تولیداتو د صادراتو اندازه د ګردې نړۍ په ورته تولیداتو کې  پنځوس سلنه ځای نيولی و.

بله خوا، د چین او خپلو د سوداګریزو شریکانو ترمنځ سیاسي باور مخ په پياوړي کېدو دی او د لوی پرمختیايي هېواد په توګه يې د سراسري جنوب ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ همکارۍ  ډېرې هڅولې دي. چین له مسلسلو ۱۵ کلونو راهيسې د افریقا تر ټولو لوی سوداګریز همکار پاتې شوی او د جنوب ختیځې اسیا د هېوادونو اتحاد هم په همدې مودې کې د چین د محصولاتو تر ټولو لوی شریک پاتې شوی دی.

امريکا د سږ په پیل د اضافي تعرفو تګلاره غوره کړه، چین د امریکايي زراعتي تولیداتو پر ځای د نورو هېوادونو د محصولاتو د واردولو په هڅه کې دی او د خپلو همکارانو قوی ملاتړ یې تر لاسه کړی. چين په تېر اپریل کې له برازیل سره د 2.4 میلیونو ټنو لوبیا تړون لاسلیک کړی او له ارجنټاین سره یې هم د لوبیا، جوارو او نباتي تیلو هوکړې لاسلیک کړې دي.

د امریکا د تعرفو تګلارې له منفي اغېزې سره سره، چین په تېر اپریل کې د بهرنۍ سوداګرۍ ښې لاسته راوړنې درلودې. په همدې میاشت کې امریکا ته د چیني محصولاتو صادرات د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۱ سلنه کم شوي ، خو د چین عمومي صادراتي اندازې ۸.۱ سلنه زیاتوالی موندلی، چې په دې جمله کې له امریکا پرته نورو هېوادونو ته یې صادرات ۱۳ سلنه زیات شوي دي.

سږ د چین د څوارلسم پنځه کلن پلان د تطبیق د پای ته رسېدو اخري او د پنځلسم پنځه کلن پلان د چمتو کال دی. د چین کورنۍ تقاضا او د باور وړ بهرني شریکان د دې هېواد د دایمي ثابت پرمختګ بنسټ د ټينګېدو لپاره مهم رول لوبوي.

Previous Post

یو شمېر هېوادونو پر غزې د بریدونو درېدو غوښتنه کړې

Next Post

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د یوه پلاوي په مشرۍ روسيې ته ولاړ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د یوه پلاوي په مشرۍ روسيې ته ولاړ

د چاپېریال ساتنې ادارې رییس د یوه پلاوي په مشرۍ روسيې ته ولاړ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې سړک او پلچکونه جوړ شوي

د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې سړک او پلچکونه جوړ شوي

دسمبر 10, 2023
روغتیا وزارت: تېره شپه او ورځ کې د کرونا ۸۳۳ ناروغان بېرته جوړ شوي

روغتیا وزارت: تېره شپه او ورځ کې د کرونا ۸۳۳ ناروغان بېرته جوړ شوي

جولای 4, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ