د چين حکومت د مې په ۱۹مې نېټې د روان کال د اپريل مياشتې د اقتصادي ودې شمېرې خپرې کړي، چې د ډېرو رسنيو پاملرنه يې راجلب کړې او د خبرونو سرټکي يې ګرځېدلي دي.
ډېرو نړيوالو رسنيو په خپلو راپورونو کې د چين اقتصاد ته بېلا بېلې کليمې (له اټکله وتلی)، (ټينګ) او (ثابت) کارولې دي.
د ډنمارک د نوونېسيس (Novonesis) شرکت اجرائيوي مرستيال مورټن راسموسن له سي جي ټي اېن سره په مرکې کې د چين اقتصاد له خوځنده ځواک ډک بللی او ويلي يې دي، چې شرکت به يې په دغه هېواد کې د بيولوژيکي اقتصاد په برخه کې پانګونې ته دوام ورکړي.
امريکا د روان کال له پیل راهیسې د نړۍ په کچه د تعرفو جګړه پیل کړې او له تېر اپريل راهيسې يې څو ځلې د چين پر محصولاتو تش په نوم بالمثال تعرفې اعلان کړې دي.
د چين اقتصاد له بهرنيو فشارونو او د هېواد دننه ستونزو سره سره بيا هم پرمختګ موندلی او د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې یې د اقتصاد د توليدي اړتيا عمده شاخصونو د تېر کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښودلی او د ټولنيزو مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت او د خدماتو توليدي شاخص يې هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله زیات شوی دی او دغه راز په ۴۱ لویو سکټورونو کې یې ۳۶ سکټورونو هم زیاتوالی موندلی دی.
ملګرو ملتونو وړاندوينه کړې، چې د ۲۰۲۵م کال نړيواله اقتصادي وده به ٪ ۲.۴ ورو شي، چې دغه شمېر یې د جنورۍ د وړاندوينې په پرتله ٪ ۰.۴ ټيټوالی ښيي. د دې ترڅنګ بیا ګولډمن ساچس (Goldman Sachs) ، انټرنېشنل نيدرلندن ګروپ (Internationale Nederlanden Group)، يو بي اېس بانک(UBS) او يو شمېر نورو نړیوالو ارګانونو د چين د ۲۰۲۵م کال د اقتصادي ودې وړاندوينه لوړه کړې او د ډېرو نړيوالو تصديو مسئولينو د چين پر ثابت اقتصادي پرمختګ باور ښودلی دی.
د يادونې ده، د چين بهرنۍ سوداګرۍ له لوړو تعرفو سره سره ثابته وده موندلې او د نړيوالې سيالۍ پیاوړې وړتيا يې ښودلې ده.
د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو( جنورۍ تر اپريل) پورې د چين د مالونو د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د همدې کال د لومړۍ ربعې په پرتله ٪ ۱.۱ او صادرات يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۷.۵ زياتوالی ښيي.
په همدې مودې کې د چين د موټرو توليد او خرڅلاو په لومړي ځل په جلا جلا توګه له ۱۰ ميليونو عرادو څخه زيات شوی او د بي وای ډي (BYD) برانډ د موټرو صادرات يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۱۰ ډېروالی موندلی دی.
د بي وای ډي مسئول سي جي ټي اېت ته ويلي، تصدۍ يې له ډېرو کلونو راهیسې پخپله اصلي تخنيکونه څېړي او د عصري تخنيکونو او د توليداتو د ډېرو ډولونو او نړيوال بازاري ساختار په درلودلو سره یې د سيالۍ جامع وړتيا خپله کړې ده.
چين د خپل اقتصاد د ثابت ساتلو لپاره د ماکرو يا لوی اقتصاد د تنظيم تګلارې غوره کړي او د مصرف د هڅولو او له نورو هېوادونو سره د ګډو همکاريو له لارې يې خپل اقتصاد تمويل کړی دی. د بېلګې په توګه د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې یې د وسايلو او تجهيزاتو اخيستنې او پانګونې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۱۸.۲ زياتوالی موندلی، چې دغه شمېر د ټولو پانګونو د زياتوالي لپاره ٪ ۶۴.۵ خدمت کړی دی.
د چين اقتصادي ودې د نړۍ باور ټينګ کړی دی.
د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د چين د ټولنيزو مصرفي توکو خرڅلاو د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ ۴.۷ زياتوالی ښيي.
د امریکا اېموای (Amway) شرکت اجرائيوي رئيس ميکل نيرسن سي جي ټي اېن ته ويلي، چين له تېرو مسلسو شلو کلونو راهیسې د دوی د شرکت تر ټولو لوی بازار پاتې شوی او شرکت يې پلان لري، چې له ۲۰۲۳م کال څخه تر ۲۰۲۷م کال پورې په دغه هېواد کې ۲ ميليارډه او ۱۰۰ ميليونه يوانه پانګونه وکړي او خپل سوداګريز ځنځير پراخ کړي.
د يادونې ده، اوس په چين کې د تخنيکو څېړنو او انکشاف د کارکوونکو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی او څېړنيزې پانګونې يې په نړۍ کې دويم ځای نيسي، چې پدې سره يې د بهرنيو تصديو نوښت ته مساعد شرايط برابر کړي دي.
پدې وروستيو کې د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو مذاکراتو عملي پرمختګونه موندلي دي. که څه هم دغه پرمختګونه به د مبهم نړيوال اقتصادي وضعيت په ثابتولو کې مرسته وکړي، خو نړیوال چاپېريال لاهم ډېر سخت او د بې ثباتۍ او ناڅرګنتيا عوامل يې ډېر دي.
چين له خطرونو او ننګونو نه ډارېږي، د خپلو کارونو لپاره هڅو ته دوام ورکوي او د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار لري.
































