چین د مې په اتلسمه نېټه د خوراکي او نورو اړینو توکو ډکې ۶۰ زره کڅوړې ، د بار وړونکو الوتکو په وسيله د غزې تړانګې اوسېدونکو ته د هوا له لارې وغورځولې.
د خلکو له خوا د خپلو ګرځنده ټیلېفونونو له لارې له فضا څخه د را روان شویو په زرګونو سپينو پراشوټونو کې د مرستو بستو اخیستل شویو وېډیو ګانو او عکسونو په ټولنیزو رسنیو کې په مختلفو ژبو منعکس شوي او د بېلا بېلو هېوادونو انټرنيټ کوونکو له غزې سره د چين د بشري مرستو ستاینه کړې ده.
دا کوم تبلیغات نه دي، بلکې د انټرنیټ کاروونکي په خپله له چين څخه د مننې احساسات څرګند کړي، چې دا د خلکو ګډ احساس دی چې خود به خود په یوه خوله ټولو د چین د دې ارزښتناک کار ستاینه کړې ده.
دغه فعاليت بشري بحران ته د چين مستقيم غبرګون دی چې د نړۍ په عامو افکارو کې د نړيوالې دندې او بشري مرستې ازموينه کولی شي.
په غزه کې له اوږدې مودې راهیسې د فلسطين او اسرائېيلو تر منځ جګړه ده، چې هره ورځ پکې خلکو ژوند له لاسه ورکوي، کورنه کنډواله کېږي. په دې اوږده جګړه کې د غزې د خلکو د ژوند چاپيريال ډېر او سخت زیانمن شوی دی. د ملګرو ملتونو د شميرنې له مخې، اتيا سلنه ځايي اوسېدونکي د نړيوالې مرستې په تکيه ژوندي پاتې دي، ماشومان د خوار ځواکۍ له خطرناک حالت سره مخ دي، روغتیايي سيستم په دوامدارو بمباریو کې سخت زیانمن شوی او په بشپړه توګه د نابودۍ له خطر سره مخ دی. هره ورځ د نړیوالو رسنیو په سر کې د غزې د خلکو دردونکي خبرونه ځای لري او په دې رسنیو کې په خپرو شویو وېډیو ګانو کې ښکاري چې د غزې په تړانګې کې هره ورځ د خلکو ژوند له خطر سره مخ دی او د دې جګړې تر ټولو ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي او د غزې حالت د متمدنې نړۍ پرمخ تور داغ دی.
اصلا د غزې تړانګې سخت وضعیت د سیمه ییزې نښتې له چوکاټه وتلی او نور يې د نړیوالې ټولنې اخلاقي دنده ننګولې ده.
په غزه کې بشري وضعیت دومره سخت او له ستونزو سره مخ شوی دی خو بیا هم د سیاسي موخو او ملحوظاتو له امله له دې سیمې سره د بشري مرستو بهیر هم بند شوی دی.
د غزې له خلکو سره د چین بشري مرستې په هېڅ سیاسي موخه نه دي ترسره شوې او نه هم کوم امتیاز غواړي، بلکې یوازې د بشر دوستۍ په موخه خلکو ته شوې دي.
دغه کړنې د ملګرو ملتونو د منشور د روحيې پر بنسټ عملي شوې او دا د ځینو هېوادونو د هغو مرستو سره توپير لري چې یوازې د سیاسي موخو لپاره يې کوي. په داسې حال کې چې په غزه کې جګړه روانه ده نو د خوراکي توکو هره کڅوړه د انسان ژوند ته د ارزښت ورکول ثابتوي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره یو مهم او جدي اقدام دی.