په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ د می په ۲۱مه نیټه د سوریې مسئلې په اړه د امنیت شورا په غونډه کې وینا وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د سوریې لنډمهاله چارواکي به له فرصت څخه په استفادې سره خپلې ژمنې په عملي اقداماتو بدلې کړي ترڅو ثبات او پرمختګ به ژر تر ژره رامنځته شي.
ګنګ شوانګ وويل چې په دې وروستيو کې د سوريې موقتي ادارې په فعاله توګه له نړيوالې ټولنې سره اړيکې ټينګې کړې او د پيژندګلوۍ او ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره يې هڅې کړې دي. که څه هم نړیواله ټولنه لاهم په ځینو مسئلو اندیښنې لري، خو دوی د سوریې هڅو ته مثبت او په ښه نیت ځواب ورکړی دی.
































