د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د مې په ۲۱مه نېټه وويل چې پاکستان د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او د چين د اساسي ملي ګټو د ساتنې لپاره به له چين سره په ټينګه ودرېږي.
د پاکستان د ولسمشرۍ دفتر په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، زرداري د پاکستان او چین ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټينګېدو د ۷۴مې کلیزې په پار دواړو حکومتونو او خلکو ته خپلې صادقانه مبارکۍ وړاندې کړې او د چین مشرانو او خلکو ته یې خپلې نیکې هیلې څرګندې کړې. زرداري وويل چې پاکستان له چين سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او تل يې له چين سره اړيکې د پاکستان د بهرنۍ تګلارې د بنسټ په توګه ګڼلې دي.
په دغه اعلامیه کې د زرداري له قوله لیکل شوي چې پاکستان د خپل هېواد په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د دفاعي صنعت په پياوړتيا کې د چين د مهم رول ډېره ستاينه کوي او د چين له حکومت او خلکو څخه د دوی د دوامداره ملاتړ لپاره مننه کوي.