د امريکا سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو کې خبر ورکړ چې په نړۍ کې د چين پرمختللي چيپونه بند کړي، چې د هوا وې شرکت د شنګټنګ په نوم چيپ هم پکې شامل دی.
د امریکا ياده کړنه د يواړخيزم، زورزياتي او پروټېکشنيزم ښکارندويي کوي او د چين او امريکا د عالي رتبه خبرو هوکړې سره په ټکر کې ده. د امريکا دغه کړنه به د چيني شرکتونو حقونو او د سيمي کونډکټور نړيوال صنعتي ځنځير ته سخت زيانونه ورسوي او د نورو هېوادونو د لوړو تخنيکونو د پرمختګ مخه به ونيسي.
نړيوالو د امريکا ياده کړنه غندلې ده.
د چين د بهرنيو چارو پوهنتون استاد لي های دونګ رسنيو ته ويلي، چې اوسمهال د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې نړيوالې سيالۍ ډېرې سختې شوي او د لوړو تخنیکونو د چيپونو ارزښت ډېر ګران شوی دی. امريکا مخکې چين ته د صادراتو مخه نیوله، خو اوس يو ځل بيا د چیني صادراتو مخه نیسي او دغه کړنه يې د دې ښکارندويي کوي، چې د واشګنټن د کنټرول لاس نور هم غځېدلی دی او هم د چين د تخنيکونو د پرمختګ او د بازار د پراخېدو په اړه اندېښنه لري.
امريکا د خپلو شومو کړنو له لارې نړۍ ته د چين د چيپونو صادرات بند کړي او د لوړ تخنيک د پرمختګ مخه يې نيسي او په همدغسې شوم نيت غواړي، په نړيوال اقتصاد او تخنيک کې خپل انحصار خوندي وساتي.
امريکا پرمختګ کوي، خو د نورو هېوادونو د پرمختګ مخه نيسي او دغه مستبده کړنه يې د تخنيک د پرمختګ له اوسنۍ څپې سره په ټکر کې ده.
بېلا بېل هېوادونه د تخنیکونو په برخه کې زیاتې همکارۍ کوي، چې د چيپ تولید د صنعت د نړیوال کېدو په بهير کې عادي نمومه ده.
د کارپوهانو په اند، د يو چيپ توليد لږ تر لږه د ۷ هېوادونو او ۳۹ شرکتونو همکاریو ته اړتيا لري او شاوخوا ۵۰ صنايع او زرګونه پروسې پکې شاملې دي.
امريکا څو څو ځلې پر صادراتو محدوديتونه لګولي، چې دغه کړنه یې نه يوازې اصلي بيې لوړوي، بلکې د تخنیک نوښت ته هم زيانونه رسوي او ورسره د امريکايي شرکتونو او مشتريانو ګټې هم زيانمنوي.
د امريکا د کولمبيا پوهنتون استاد جېفري ساچس رسنيو ته ويلي، چې بېلا بېل هېوادونه بايد د پرمختللو تخنیکونو په برخه کې همکارۍ پياوړې کړي او نړۍ باید پر ملګرو يا دوښمنو هېوادونو ونه ويشي.
د امريکا د نويديا (NVIDIA) شرکت مشر جېنسن هوانګ څو ورځې مخکې رسنيو ته ويلي، چې د چين بازار د نويدیا شرکت لپاره ډېر مهم دی او دغه هېواد ته د امریکا د چيپ د صادرولو د ممنوعيت حکم يې ډېر زيانمن بللی دی.
نيويارک ټايمز په يوه ليکنه کې ويلي، چې د امريکايي حکومت اړوندې کړنې د دې هېواد د توان او نوښت بنسټ ويجاړوي.
د انسانانو د اقتصادي پرمختګ په بهير کې دا ليدل کېږي، چې پروټېکشنيزم د سيالۍ توان نه شي پياوړی يا خوندي کولی.
امريکا په تخنيک او اقتصاد کې د نړۍ تر ټولو لوی هېواد دی، خو په حقيقت کې پر معقولې سيالۍ باور نه لري.
امريکا وايي، د مصنوعي ځيرکتيا د نوښت په برخه کې به خپل مخکښ ځای خوندي وساتي، خو د خپل سوداګريز چاپيريال د اصلاح هڅې نه کوي، چې نور زیات مستعد کسان جلب او نوښتي چارې زياتې کړي، برعکس د نوو هېوادونو د چارو او پرمختګ مخه ونيسي.
که امريکا د نورو څراغ مړ کوي، نو خپله به هم د رڼا لار ونه لري. واشنګټن بايد ژر تر ژره خپلې تېروتنې سمې کړي، د سوداګرۍ نړيوال مقررات باید مراعات کړي او د نورو هېوادونو د ټېکنالوژۍ د پرمختګ حقونو ته باید درناوی ولري.