د چين د سمندر پوليسو ادارې مطبوعاتي وياند ليو ده جون وويل، د فليپين د ۳۰۰۲،۳۰۰۳م دولتي بيړيو د مې په ۲۱مه نېټه د چين حکومت له اجازې پرته په ناقانونه توګه د چين د نان شا ټاپوګانو د جوبي او هيدوا ريفونو ته نږدې سمندري سيمې ته داخل کړی او ځيني کسان يې تنظيم کړي، چې پر هيدوا ريف باندې اړوند فعاليت تر سره کړ. د چين د سمندر پوليسو قانون عملي کوونکو د قانون له مخې د فليپين دغه بيړۍ کنټرول کړی او قانوني پلټنه یې کړې.
د فليپين ۳۰۰۲م دولتي بيړۍ د چين څو ځلې جدي اخطارونو ته نه دي کتلي او د چين د سمندر پوليسو ۲۱۵۵۹مې بيړۍ ته يې نږدې کړی، چې د ټکر پيښه سبب شوې او دغه مسئوليت د فليپين پر غاړه دی.
چين د نان شا ټاپوګانو او نژدې سمندري سيمو په اړه بې شکمن ملي حاکميت لري. د فليپين کړنې د چين د خاورو پر ملي حاکميت سخت تيری کړی او د جنوبي سمندرګي د بېلا بېلو خواوو د کړنو اعلاميې څخه سرغړونه وه چې د جنوبي سمندرګي سولې او ثبات يې خراب کړ.