روسیې او اوکراین نږدې ۸۰۰ نظامي او ملکي زندانیان تبادله کړي دي. د راپورونو له مخې د دواړو لورو ترمنځ ۳۹۰ اوکراینیان او همدومره شمېر روسي زندانیان پرون تبادله شوي او ټاکل شوې نن او سبا به هم د زندانیانو تبادله دوام وکړي. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د بندیانو تبادلې لپاره یې کار کړی او ژمنه یې کړې چې ډیپلوماټیکو هڅو ته به دوام ورکړي، ترڅو لاډېرو تبادلو ته لاره هواره شي.