د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۲۸۷ افغان کډوال خوشې او هېواد ته راستانه شول. د کډوالو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال په تېرو دوو ورځو کې هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت ویلي، یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر ۱۵ ورځو بندیان وو.