د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۳مه نېټه د جرمني د لومړي وزیر فريدريک مېرڅ په بلنې له نوموړي سره ټېليفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ مېرڅ ته د جرمني د لومړي وزیر په توګه د ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي وړاندې کړې او ويلي يې دي، چې د چين او جرمني ترمنځ سالمې او ثابتې اړيکې د دواړو هېوادونو له ګټو او د چين او اروپا د بېلابېلو برخو له هيلو سره سمون لري. چين غواړي، چې له جرمني سره په هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو کې نوې پاڼه پرانیزي، د چين او اروپا ترمنځ اړيکې پياوړې کړي او د نړيوال اقتصاد د ثبات او پرمختګ لپاره نوي خدمتونه وکړي.
شي جين پينګ دې ته په اشارې ويلي، چې چين او جرمني د خپلمنځي اړيکو په پرمختګ کې د متقابل درناوي، د توپيرونو په ځنډولو سره د توافقاتو د موندلو او د همکارۍ پر اصولو ټينګار کړی، چې دغه ښه دودونه بايد ژوندي وساتل شي.
شي چين پينګ زياته کړې، چې دواړه هېوادونه بايد خپلمنځي سياسي باور لا ټينګ کړي، انعطاف منونکې اړيکې دې پياوړې کړي او دوه اړخيزو همکاريو ته دې خوځنده ځواک ورکړي.
مېرڅ د جرمني او چين ترمنځ همکارۍ د ډېر مهم ارزښت لرونکې بللې او ويلي يې دي، چې د جرمني نوی حکومت به د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي او د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو اړيکو د پياوړتيا لپاره به هڅې وکړي.