د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، چې له روسیې سره د بندیانو د تبادلې په دویم پړاو کې یې ۳۰۷ اوکرایني سرتېري له روسیې څخه بېرته هېواد ته راوستي دي. ورته مهال د روسیې دفاع وزارت هم ویلي، چې ۳۰۷ روسي جنګي بندیان هم له اوکراین څخه بېرته استول شوي او بلاروس ته روان دي. ویل کېږي، چې د ۱۰۰۰ بندیانو په بدل کې د ۱۰۰۰ بندیانو د تبادلې هوکړه د مې په ۱۶مه په استانبول کې د روسیې او اوکراین د سولې خبرو اترو یوازینۍ پایله وه، چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره داسې خبرې اترې وشوې.