د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۴مه نېټه د ویتنام د پخواني دولت رئيس تران دوک لونګ د مړينې په مناسبت د دغه هېواد د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي تو لام او د دولت رئيس لوونګ کونګ ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه او د چين د کمونېست ګوند، د چين حکومت او د چينایانو په استازيتوب يې د تران دوک لونګ کورنۍ ته ژوره همدردي څرګنده کړه.
شي جين پينګ په پيغام کې لیکلي چې تران دوک لونګ د ويتنام د ګوند او هېواد يو غوره مشر دی او د ويتنام د ملي پرمختګ او د اصلاحاتو او پرانيستلو لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي. د چینایانو د یو زوړ ملګري په توګه، تران دوک لونګ د چین او ویتنام د ګوندونو او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي. زه باور لرم چې د تو لام په مشرۍ د ویتنام د کمونست ګوند د مرکزي کمیټې تر مشرتابه لاندې به د ویتنام ګوند، حکومت او خلک به غم په قوت بدل کړي او د سوسیالیستي چارو په برخه کې به نوي لاسته راوړنې ولري.