د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۲۵مه نېټه د چين د لويديځې برخې شلم نړيوال نندراتون ته د مبارکۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په پيغام کې دې ته په اشارې ويلي، چې دغه نندارتون د لوړې کچې ورخلاصون ته توجه کړې، تګ راتګ او همکارۍ يې پياوړې کړي، د عصري صنعتي سيسټم ابادۍ ته يې وده ورکړې، د پرمختګ نوي جوړښت د پياوړتيا او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د هڅونې په برخو کې يې مثبت رول لوبولی او هم يې د چين د لويديځې برخو له پرمختګ څخه د مختلفو هېوادونو د ګټې اخيستلو لپاره پلېټفورم جوړ کړی دی.
شي جين پينګ زياته کړې، چې چين غواړي د دې فرصت له لارې د نورو هېوادونو له ملګرو سره متقابل تفاهم، دوستي او همکارۍ پياوړې کړي، څو سره د څو اړخيز سوداګريز سيسټم او د نړيوال صنعتي او اکمالاتي ځنځير د ثبات د خونديتوب لپاره ګډې هڅې وکړي او نړيوال اقتصاد ته نوی خوځنده ځواب ورکړي.
د چين د لويديځې برخې شلم نړيوال نندراتون په همدې ورځ د دغه هېواد د سه چوان ولايت په مرکز چنګدو ښار کې پرانيستل شوی.