چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

ایا اروپا به د امریکا د تعرفو له جګړې سره د مقابلې لپاره د چین لوری انتخاب کړي؟

لیکنه: سیدخان

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 26, 2025
in نړیوال خبرونه
0
ایا اروپا به د امریکا د تعرفو له جګړې سره د مقابلې لپاره د چین لوری انتخاب کړي؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

اروپا د امریکا له خوا ورسره پيل شوې اقتصادي جګړې په مقابل کې د نه تسلیمېدو شعار پورته کړی او ویلي يې دي چې دوی به د امریکا د اضافي تعرفو په ځواب کې په ورته اقدام لاس پوري کړي.

اوس پوښتنه دا ده چې امریکا خو د خپل پيدایښت له وخته تر نن پورې ځان د اروپا تر پلو لاندې پټ کړی و او له هر هېواد سره به يې چې تقابل را پيدا کېدو نو په مختلفو نومونو يې اروپا له ځان سره ملګرې کړې وه چې ښه مثال يې پر روسيې، ایران او ځینو نورو هېوادونو بندیزونه دي چې د امریکا له پرېکړې اروپا هم متابعت کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

خو نن چې امریکا د تعرفو کوتک د اروپا پر لوري هم را ایستلی او اروپا هم د مقابلې ټټر ډبولی، آیا د دې جګړې په نتیجه کې به امریکا خپل پخوانی دوست «اروپا» له لاسه ور نه کړي؟ او د دغه دوست له لاسه ورکول به د امریکا پر اقتصاد څه اغېزه وکړي؟

د دې ځواب ښايي ډېر پېچلی وي، خو څه چې ښکاره دي هغه دا دي چې امریکا به نه یوازې اروپا اقتصادي ملګرتیا له لاسه ورکړي، بلکې داسې نښې نښانې شته چې اروپا به د امریکا په مقابل کې د چین لوري ته د مرستې لاس اوږد کړي.

چین خو لا مخکې دا شعار دی چې دروزاې يې د هر چا پر مخ پرانیستې نو دې ته په پام سره ډېر ګمان کېږي چې اروپا به د امریکا د تعرفو او اقتصادي فشارونو له امله د خپل دایمي ملګري پر انتخاب له سره غور وکړي او نور به اروپا حاضره نه وي چې امریکا ته امتیاز ورکړي.

ځینو رسنیو هم داسې راپورونه خپاره کړي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو له امله رامنځته شویو ګډوډیو سره اروپا غواړي چې ځان چین ته ور نږدې کړي.

په یادو راپورونو کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د تعرفو ناسم سیاست د دې لامل شو چې د امریکا ډېر پخواني دوستان اوس د دوست او دښمن انتخابولو په اړه له سره فکر کولو ته مجبور شوي دي.

دغه هېوادونه د داسې دوستانو په لټه کې دي چې د ټرمپ له خوا ورباندې لګول شویو تعرفو مخه ونیسي او د دوی ګټې خوندي کړای شي.

نو که موږ فکر وکړو په نړۍ کې له امریکا پرته کوم اقتصادي قدرت دی چې د نړۍ نور هېوادونه او په ځانګړې توګه اروپا تکیه ورباندې کولای شي؟ شک نشته چې دغه لومړی انتخابه چین وي او یوازې چین دا وړتیا لري چې د امریکا ځای ډک کړي.

د دې خبرې د ثبوت لپاره دلته څو مثالونو ته لنډه اشاره کوو، لومړی دا چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د روان کال د مې په ۶مه په یوه خبري ناسته کې د چین او اروپا پارلمان ترمنځ د تبادلوي محدودیتونو د لغوه کېدو خبر ورکړ او زیاته يې کړه چې دواړو لوریو تصمیم نیولی چې دوه اړخیزه بندیزونه به په همزمان او همه جانبه توګه لغوه کړي.

ده دا هم وویل چې دواړه لوري به پر دې بسنه ونه کړي، بلکې همکارۍ به زیاتې کړي.

څو ورځې مخکې یعنې د مې ۶مه د چین او اروپا د رسمي اړیکو د ټینګېدو ۵۰مه کلیزه وه او په دې ورځ د دواړو لوریو مشرانو ټینګار کړی چې د خلکو د اقتصادي هوساینې لپاره به خپلې همکارۍ زیاتوي.

د چین د دولت رییس شي جین پينګ د اروپايي شورا رییس کوستا او د اروپايي ټولنې د کمېټې مشرې ون دېرلین ته د مبارکۍ په پيغامونو کې ویلي د چین او اروپايي ټولنې ترمنځ سالمې او ثابتې اړیکې نه یوازې د دواړو لوریو بلکې د نړۍ په ګټه دي.

دا چې چین په چټکه توګه  شتمن کېدو په حال کې دی او هر کال د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو او ځان د امریکا سوداګر او پانګوال هم د چین بازار ته د داخلېدو او پکې د پانګونې تمایل لري.

بل دا چې د چین د خلکو عمومي اقتصادي وضعیت هم په چټکۍ سره د ښه کېدو په حال کې دی او دوی د نړۍ د مشهورو برنډونو تولیدات اخلي نو اروپايي تصدۍ او برنډونه پوهېږي چې چین د دوی د تولیداتو د خرڅلاو تر ټولو ستر، مهم او ګټور بازار لري او کولای شي چې د امریکا له خوا د دوی پر تولیداتو د وضع شویو تعرفو څخه د نجات لپاره د چین بازار ته مخه کړي.

نو نتیجه دا کېدای شي چې د ټولو مواردو ته په پام سره ډېر ګمان کېږي چې اروپا به چین د خپل نوي اقتصادي ملګري په توګه انتخاب کړي او په دې سره به امریکا منزوي شي او یا به مجبوره وي چې ځان ته نور دوستان پيدا کړي.

Previous Post

د مالتا لومړي وزیر؛ هیواد به یې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني

Next Post

تېرو دوو میاشتو کې ۵۰۸۷ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
تېرو دوو میاشتو کې ۵۰۸۷ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

تېرو دوو میاشتو کې ۵۰۸۷ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تورخم کې د ۳۵ ټنه کرومایټ ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده

تورخم کې د ۳۵ ټنه کرومایټ ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې ده

جولای 8, 2023

سروې: څه باندې ۹۰ سلنه پوښتنو ته ځواب ویونکي د تایوان سیمې د مشر د خطرناکو خبرو غندنه کړې

مې 23, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ