د چين کمونېست ګوند او د شاوخوا هېوادونو سياسي ګوندونو ډيالوګ د مې په ۲۵مه او ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د ”له شاوخوا هېوادونو سره د ګډ برخليک ټولنې ابادي—د سياسي ګوندونو عمليات“ تر سرليک لاندې تر سره شوی دی.
د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اريکو څانګې مشر ليو جيان چاو د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، شاوخوا هېوادونه د چين په ډيپلوماتيکو تګلارو کې ډېر مهم لوری دی. چين هيله لري چې له مختلفو خواوو سره د متقابل تفاهم او اعتماد پر بنسټ ګډې هڅې وکړي، پر يو ګډ لوري ګامونه پورته کړي او په لړزېدونکې زمانه کې يو ګډ کور جوړ کړي.
د شمال ختيځې اسيا، جنوب ختيځې اسيا، جنوبي اسيا، منځنۍ اسيا او روسيې په ګډون د چين د شاوخوا هېوادونو د سياسي ګوندونو د مشرانو، په چين کې د بهرنيو لوړ پوړيو ډيپلوماتانو، سوداګرو او چيني استازيو څه دپاسه ۲۰۰ ټنو په دغه ډيالوګ کې ګډون کړی دی.











