چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

لوړ دېوالونه د هېواد راتلونکی نه شي جوړولی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 28, 2025
in نړیوال خبرونه
0
لوړ دېوالونه د هېواد راتلونکی نه شي جوړولی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هارډورډ پوهنتون په مقابل کې د امريکې ملي امنیت وزارت د يو حکم له امله د دغه هېواد د لوړو زده کړو سیسټم متزلزل شوی او ياد پوهنتون په توپان کې بند پاتې دي.

د امريکې حکومت د مې په ۲۲مه نېټه د هارورډ پوهنتون لخوا د نړيوالو زده کړندويانو د منلو حق لغوه کړی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په هارډورډ پوهنتون کې نژدې ۶ زره او ۸ سوه بهرني زده کړندويان پر زده کړو بوخت دي، خو اوس اړ دي، چې دغه پوهنتون پرېږدي، که داسې نه وي، نو په دغه هېواد کې به د پاتې کېدو قانوني هويت له لاسه ورکړي.

د امريکې د ملي امنيت وزيرې کريسټي نويم رسنيو ته په څرګندو ټکو ويلي، چې د هارورډ پوهنتون لخوا د بهرنيو محصلينو د منلو بنديز د دغه هېواد نورو پوهنتونونو او علمي ارګانونو ته يو خبرداری دی. د امريکايي حکومت دغه پرېکړه نه يوازې به په کوردننه د لوړو زده کړو دوديز بنسټونه متزلزل کړي، بلکې دا حالت يې هم افشا کړې چې د دغه هېواد سياستوال د ملي بنسټونو په قرباني کولو سره د ګوندونو ترمنځ سيالي کوي.

شمېرې ښيي، په هارډوډ پوهنتون کې د نړۍ د څه باندې ۱۴۰ هېوادونو او سیمو محصلين زده کړې کوي. بهرنيان د ټولو زده کړندويانو له ۲۷سلنې څخه زياته برخه جوړوي او زياتره یې د ماسټرۍ زده کړې کوي.

 د ټرمپ د حکومت دغه حکم د هارورډ پوهنتون او د امريکې د بېلا بېلو ټولنو مخالفتونه او غبرګونونه راپاراولي دي.

د هارورډ پوهنتون کريمسون «Crimson » مجلې ويلي، د امريکې د کانګرېس ګڼو کمېټو د انحصار ضد پلټنې او د يهود ضد له نظریې سره د کمزورې مقابلې په نوم پر هارورډ پوهنتون پلټنې کړي او پر هغو پوهنتونونو، چې پر علمي خپلواکۍ ټينګار لري، فشارونه اچوي څو د دوی پر لارې ګامونه پورته کړي.

د امريکا د ماساچوسيټس ايالت والي مورا هيلي رسنيو ته ويلي، چې د مرکزي حکومت د اړوندې تګلارې له امله به زده کړندويانو ته سزا ورکړل شي او اقتصاد ته به زيانونه ورسېږي.

د امريکې د اکسيوس (Axios) وېبپاڼې ويلي، چې د ټرمپ حکومت د نويو تصديو د پرمختګ لارې تړي، چې له امله به یې ډېرې تصدۍ زيانمنې او ښايي ځينې یې سقوط وکړي.

د امريکې د بهرنيو زده کړندويانو سلاکاري ټولنې ويلي، چې له هارډورډ پوهنتونه د نړيوالو زده کړندويانو او پوهانو شړل به د دغه هېواد اقتصادي ځواک او د نړيوالې سيالۍ توان کمزوری کړي او د حکومت دغه پرېکړه د پياوړې امريکې د جوړولو هدف سره په ټکر کې ده.

پرهارورډ پوهنتون سیاسي توپان راغلی او دا په امريکايي ټولنې د ښي او کيڼ اړخو د ايډيالوژيو او نظريو د سختوالي ښکارندويي کوي او ښايي د متضادو نظريو يو بل توپان راپورته کړي.

د ټرمپ حکومت لومړی د يهود ضد د پلټنې په نوم هارورډ پوهنتون ته شاوخوا ۲۶۰ ميليونه ډالره زيان ورساوه او وروسته يې خبرداری ورکړ، چې له سپين پوستو سره د تبعيض په نوم د زده کړندويانو تګلارې بندې کړي او په اخر کې يې د دغه پوهنتون او د چين کمونېست ګوند پر همکاريو هم شک ښودلی او اړوندو ادارو ته يې امر کړی، چې د دغه پوهنتون او د چيني ادارو ترمنځ د همکاريو په اړه پلټنې وکړي.

د ټرمپ حکومت يو ځل بيا غواړي، چې د چين په نوم بله ګډوډي راپورته کړي.

د امريکې سنا مجلس د چيني چارو ځانګړې کمېټې د مې په ۱۹مې نېټې هارورډ پوهنتون ته يو پيغام ليږلی او د دغه پوهنتون او چيني ادارو ترمنځ عادي علمي تبادلو ته يې چين ته د ټېکنالوژيو د لېږد نوم ورکړی دی.

د چين بهرنيو چارو وزارت ور سره ټينګ مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي، سپينه ماڼۍ د علمي څېړنو عادې نړيوالې همکارۍ بدناموي او د ګوندي وسلې په توګه یې کاروي.

هارورډ پوهنتون د امريکا د ډيموکراتيک ګوند د سياستوالو روزنيز بنسټ دی او د څواړخيزم، مساواتو او شموليت نظريې استازيتوب کوي چې تل د محافظه کارانو په سترګې کې خنډ دی.

د امريکې پر مشهورو پوهنتونونو او علمي ټولنو سیاسي اغېز به بدې پايلې ولري.

د امريکې نېچر «Nature » مجلې د يوې سروې پايله ښيي، چې د دغه هېواد په شاوخوا ۱۶۰۰ علمي څيړونکو کې ۷۵سلنه یې له امريکې څخه د وتلو په فکر کې دي.

که څه هم د امريکې فدرالي محکمې د حکم د لنډ مهاله ځنډېدو فرمان صادر کړی، خو د هارورډ پوهنتون د علمي څيړنو بوديجه کنګل شوې، په علمي ادارو کې يې پلټنې پر ځای پرېښودلي او مشهور پوهنتونونه یې اړ کړي، چې يو سياسي لوری ونیسي.

د امريکې د حکومت دغو کړنو په حقيقت کې علمي ټولنو او پوهنتونونو ته زيانونه رسولي دي.

نيويارک ټايمز په يوې ليکنې کې ويلي، چې د ټرمپ حکومت دغه کړنې به په امريکا کې د لوړو زده کړو سیسټم متزلزل کړي او مشهورو پوهنتونونو ته به یې د نړۍ د پياوړو کادرانو او استعدادونو د راجلبولو توان کمزوری کړي.

د ټرمپ حکومت پر نړۍ اضافي تعرفې لګولي، له مکسيکو سره پر ګډ سرحد ديوالونه جوړوي او له هېواده نړيوال پوهان شړي.

که تاريخ ته ځغلنده کتنه وکړو، نو دغې پایلې ته به ورسېږو، چې د دېوالونو جوړونه یو هېواد نه شي پياوړی کولی، خو ورپرانېستنه بیا راتلونکی جوړولی او روښانه کولی شي.

Previous Post

لي چيانګ د اسيان، چين او د خليج همکارۍ شورا درې اړخيز اقتصادي فورم د پرانيستې په مراسمو کې ګډون وکړ

Next Post

د ټولګټو وزیر له ترکي پلاوي سره په هیواد کې پر پانګونه خبرې کړې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ټولګټو وزیر له ترکي پلاوي سره په هیواد کې پر پانګونه خبرې کړې

د ټولګټو وزیر له ترکي پلاوي سره په هیواد کې پر پانګونه خبرې کړې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

فضا ته د چين د انسان وړونکې بېړۍ د ستورمزلو د سفر د پيل مراسم تر سره شول

فضا ته د چين د انسان وړونکې بېړۍ د ستورمزلو د سفر د پيل مراسم تر سره شول

جون 5, 2022
اوچا: افغانستان کې وروستیو اورښتونو سلګونه کورونه زیانمن کړي

اوچا: افغانستان کې وروستیو اورښتونو سلګونه کورونه زیانمن کړي

اپریل 1, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ