د امريکا د دفاع وزير پيتي هاګسيس څو ورځې مخکې د شانګليلا ډيالوګ د غونډې په څنډه کې د چين پر ضد منفي خبرې وکړې.
د چين د دفاع وزارت وياند جانګ شياو ګانګ د جون په ۲مه نېټه د نوموړي د ناسمو څرګندونو په اړه ویلي، چې د تايوان مسئله د چين کورنۍ چاره ده او امريکا د دې مسئلې په اړه د خبرو او تبصرې حق نه لري.
ده ویلي چې امریکا دې له خپل ذهنه دا وباسي چې د چین د پرمختګ د مخنیوي لپاره به د تایوان له مسئلې استفاده وکړي.
هغه زیاته کړې چې د چين ولسي ازادي بښونکی پوځ د خپل هېواد د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو توان لري او له چين څخه د تايوان سيمې د بېلتون دسيسې او د بهرنيو ځواکونو لاسوهنې به شنډې کړي.
جانګ شياو ګانګ زياته کړه، چې چين تل د اسيا او ارام سمندر سيمې د سولې او پرمختګ تامینونکی دی.
دی وايي چې چين به د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکوره او د نړيوال پرمختګ، امنيت او تمدن وړانديزونه عملي کړي او د اسيا او ارام سمندر سيمې د دايمې امنيت او سمسورتيا د ساتلو لپاره هڅې وکړي.