د هند سوداګریز کرکټ لیګ (ای پي ایل) سیالیو په لړ کې پایلوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د آر سي بي او پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هم یادې لوبډلې د یو بل پر وړاندې مخامخ وې، چې آر سي بي پکې بریا خپله کړه او تر پایلوبې ووتله. پنجاب لوبډلې چې دویم چانس درلود په دویمه نیمه پایلوبه کې د ممبیي لوبډلې پروړاندې مخامخ شوه، چې سیالې لوبدلې ته یې د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او تر پایلوبې را ورسېدله. د یادولو وړ ده، چې افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی له پنجاب لوبډلې سره لوبېږي، نوموړي په تېره لوبه ( دویمه نیمه پایلوبه) کې هم د خپلې لوبډلې لپاره ۲ ویکټې ترلاسه کړې وې، خو د توپ وهنې چانس یې ترلاسه نه کړ، ځکه د پیل توپ وهونکو ښه توپ وهنه وکړه او له ممبیي لوبډلې یې لوبه وګټله.