د ملګرو ملتونو امنیت شورا په کندهار کې د تېرې ورځې برید غندلی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په یوه اوږده خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا په تېرو دوو اونیو کې په افغانستان کې په جوماتونو کې دویم برید دی چې ترسره کېږي. سرچینه کاږي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټول غړي دغه ډول خونړۍ پېښې په کلکو ټکو غندي او له ټولو نړیوالو بنسټونو غواړي چې د ترهګریزو کړنو پر ضد هڅې همغږې کړي او د روان ناورین په پای ته رسولو کې همکاري وکړي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې دوی په هر نامه او هر ځای کې هر ډول ترهګري غندي او د پای ته رسولو لپاره یې په اقداماتو لاس پورې کوي.












