د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېرې مې میاشتې کې له منځني ختیځ څخه د لیدنې پر مهال یو ځل بیا د غزې تړانګې د اخیستلو خبرې وکړې او خبرداری یې ورکړ، چې د غزې د ژغورلو لپاره بل هیڅ ضمانت نشته.
د ټرمپ د غزې د اخيستلو او یو لړ نورو پاروونکو او تسلط غوښتونکو خبرو ته د عمل جامه اچولې او کړنو يې نړۍ ته ټکان ورکړی دی. دلته به یې د بېلګې په توګه څو ټکو ته اشاره ولرو.
اوسمهال په اوکراين کې د شخړې بحران روان دی، خو واشنګټن له فرصته په استفادې کيف له غوڅې ګوتې ونيو او د پورونو په بدل کې يې د دغه هېواد پر نادرو کاني زېرمو خېټه واچوله.
کيف په جنګ کې راګير دی او بله لاره يې نه درلوده، ځکه يې د واشنګټن غوښتنو ته غاړه کېښوده او د نادرو خاورو کانونه يې په لاس کې ورکړل.
د ټرمپ حکومت د ګردې نړۍ پر وړاندې د تعرفې تګلاره غوره کړې او د ډېرو هېوادونو پر توليداتو يې اضافې تعرفې لګولې دي.
د جاپان نېهون کيزی شيبون او د سینګاپور سټریټ ټایمز ورځپاڼو په دې وروستيو کې د ټرمپ د حکومت د بهرنۍ تګلارې” د لوټمارۍ ډیپلوماسۍ” جوهر افشا کړی دی.
ډونالډ ټرمپ د روان کال په پيل کې ويلي وو، چې امریکا به غزه وپېري او د دې سیمې خلک به نورو هېوادونو ته ولېږدوي او هلته به خوندي ځایونه ورته جوړ کړي.
نوموړي دا خبرې بیا بیا تکرار کړي او غزه یې د لوټمارۍ لېست کې ځای کړې ده.
ډونالډ ټرمپ پر کاناډا هم نظر دی او بیا بیا يې ويلي، چې دغه هېواد باید د متحده ایالتونو ۵۱ م ايالت وګرځي.
نوموړي د مې په ۶مې نېټې په سپینې ماڼۍ کې د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره د لیدنې پرمهال د رسنيو پر وړاندې وويل، چې کاناډا باید د امریکا “۵۱م ایالت” شي.
کارني بیا د نوموړي د يادې خبرې په غبرګون کې وويل، چې کاناډا د پلور لپاره نه ده او دا کار هیڅ شونی نه دی. خو ټرمپ يې په خبرو کې ورلوېد، چې د هېڅکله او تل کليمې مه کاروه.
د ټرمپ حکومت د “لومړی امریکا” په شعار نړيوال قوانین مات کړي او خپل ملګري هېوادونه يې مجبور کړي، چې خپلې سرچېنې ور وسپاري.
د نیویارک ټایمز لیکوال توماس فریدمن په يوې ليکنې ويلي، امریکا هڅه کوي چې د ګرینلینډ ټاپو، پاناما کانال، غزه او حتی کاناډا په خپلو جیبونو کې داسې واچوي، لکه یو غل چې له المارۍ شيان غلا کوي.
د ټرمپ حکومت د “لومړی امریکا” په شعار نړيوال قوانین مات کړي او خپل ملګري هېوادونه يې مجبور کړي، چې خپلې سرچېنې ور وسپاري.
د نیویارک ټایمز لیکوال توماس فریدمن په يوې ليکنې ويلي، امریکا هڅه کوي چې د ګرینلینډ ټاپو، پاناما کانال، غزه او حتی کاناډا په خپلو جیبونو کې داسې واچوي، لکه یو غل چې له المارۍ شيان غلا کوي.
د امریکا مشهور کارپوه نوام چومسکي ویلي، چې د واشنګټن لوټماره واکمني “یو ځان وژونکی ځواک” ګرځېدلی دی.
































