د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د عراق له لومړي وزیر سره تلیفوني خبرې کړې دي. پمپیو مصطفی الکاظمي ته ویلي چې که په بغداد کې د امریکا د سفارت امنیت خوندي نه شي نو امریکا اړ ده چې خپل سفارت وتړي. د امریکا حکومت تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم د امریکايي رسنیو پر راپورونو غبرګون ښودلی دی. امریکا ادعا کوي چې د ایران له ملاتړ برخمن وسله وال او ملیشې په بغداد کې د امریکا پر سفارت بریدونه کوي او عراقي حکومت ته په کار ده چې ددغه بریدونو مخه ونیسي.
































