د کوریا جمهوریت د ټاکنو مرکزي کمېسیون د جون په ۴مه نېټه یوه عمومي غونډه وکړه او د رایې ورکولو له لارې يې د ټولټاکنو د پایلو په اړه لایحه تصویب کړه. د ټولټاکنو د پایلو له مخې، د دغه هېواد د لیبرال ډیموکراتیک ګوند نوماند لي جې میونګ په رسمي ډول د ولسمشر په توګه تائید شو. د کوریا جمهوریت د ۲۱م ولسمشر لي جې میونګ د دندې موده پر ځايي وخت د جون د ۴مې نېټې سهار په ۶ بجو ۲۱ دقیقو پیل شوه.
د رایو د شمېرنې د پایلې له مخې، لي جې میونګ په ټاکنو کې ۴۹ اعشاریه ۴۲ سلنه رایې ترلاسه کړې.
لي جې میونګ وویل چې هغه به له رسمي ټاکل کېدو وروسته د اوسني سیاسي ګډوډۍ د پای ته رسولو، د کوریا جمهوریت د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ژر تر ژره عادي کولو لپاره سخت کار وکړي. هغه زیاته کړه چې هغه به ژر تر ژره د کوریا په ټاپووزمه کې وضعیت ثبات کړي، له دیموکراتیکې کوریا سره به خبرې اترې پیل کړي او د ګډو ګټو لپاره به هڅې وکړي.