د چین ولسمشر شي جینپینګ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې کړې دي. شینهوا خبري اژانس، د دې ټلیفوني اړیکې د جزیاتو له وړاندې کولو پرته ویلي، چې دا اړیکه د ټرمپ په غوښتنه ترسره شوې ده. دغه ټلیفوني اړیکه وروسته له هغې ترسره کېږي، چې واشنګټن او بېجېنګ له سوداګریزو ترینګلتیاوو وروسته تازه هوکړه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو پر تعرفو د پاموړ کمښت راولي.