المیادین تلویزیوني شبکې راپور ورکړی دی چې د ارمنستاني او اذربایجاني سرتېرو ترمنځ پیل شوې نښتې زور اخیستی دی. المیادین د ارمنستان د دفاع وزارت په حواله ویلي چې په نګورنو قرهباغ کې یې په تازه بریدونو کې ۲۶ نور سرتېري وژل شوي دي چې وسره په دغه سیمه کې د ارمنستاني سرتېرو د تلفاتو شمېر ۸۴ ته رسېدلی دی. په ورته وخت کې د اذربایجان دفاع وزارت بیا ویلي چې د مقابل لوري له خوا توغول شویو توغندیو له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي. روسیې، امریکا، ایران او اروپایي ټولنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پیل شوې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده او ملګري ملتونه به په خپله نننۍ ناسته کې د قرهباغ بحران وڅېړي او وروسته به خپله پرېکړه اعلان کړي.


































