د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په ۵مه نېټه د دغه وزارت د نوبتي خبري ناستې مشري کړې.
په دې ناسته کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې واشنګټن په هارورډ پوهنتون کې د بهرنیو محصلينو پر ويزو محدوديت لګولی، ویلي چې د چين او امريکا ترمنځ تعليمي همکارۍ متقابلې ګټې لري او چين تعليمي همکاريو ته د سياسي رنګ ورکولو له کړنو سره مخالفت کوي. نوموړي د امريکا دغه کړنه د دغه هېواد پر بڼې او نړيوال اعتبار زيانمنه بللې او ويلي يې دي، چې چين به په بهرنيو هېوادونو کې د چيني محصلينو او پوهانو حقه حقونه وساتي.