د بېجینګ د هغو دوستو هېوادونو شمېر ۴۷ ته ورسېد چې اتباع يې دغه هېواد ته له وېزې پرته سفر کولای شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت د جون په نهمه خبر ورکړ چې د سعودي عربستان، عمان، کويټ او بحرین هغه اتباع چې عادي پاسپورټ ولري، دغه هېواد ته له ويزې پرته سفر کولای شي او پدې سره د هغو هېوادونو شمېر چې اتباع يې چين ته له ويزې پرته تللی شي ۴۷ ته ورسېد.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند له دې مخکې ويلي وو چې د ياد شمېر زياتوالی د لوړې سويې د ورخلاصون لپاره د دغه هېواد د ټينګ هوډ ښکارندويي کوي.
نوموړي وويل چې چيني لوري به دغه هېواد ته د ننوتلو تګلارې اصلاح ته دوام ورکړي، د يادو هېوادونو حدود نور هم پراخ کړي، څو لازيات بهرنيان چين ته راشي او د دغه هېواد د توليداتو غوره عرضه، د مصرف ډول ډول محضرونه او د اسانه خدمتونو تضمين تجربه کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې هېواد به يې ورخلاصون لاپراخ کړي، نړيوالې همکارۍ به لاژورې کړي او پدې سره به له نورو هېوادونو سره ګډه سمسورتيا شريکه کړي.