د چین د دولت رئیس مرستیال هان جنګ پر ځايي وخت د جون له ۸مې نېټې څخه تر ۹مې نېټې پورې د فرانسې په نیس کې د ملګرو ملتونو د اقیانوس په درېیم کنفرانس کې ګډون .او په عادي مجلس کې وينا کړې
هان جنګ ويلي، چې بېلابېلې خواوې بايد د سمندر په ګدون په بېلابېلو برخو کې د تلپاتي پرمختګ د پوره کېدو لپاره ګډه هڅه وکړي. د ده په خبره، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دا سپارښتنه ده چې وايي: دغه ځمکنۍ کره چې اوس انسان پکې اوسېږي، نه دا چې د اوقيانوس لخوا جلا شوې ټاپوګان دي، بلکې د اوقيانوسونو لخوا وصل شوې او د ګډ برخليک يوه ټولنه د. هان جنګ زياته کړې، چې روان کال د ملګرو ملتونو د جوړېدو له ۸۰مه کليزه سره برابر دی او بايد د اقیانوس د درېيم کنفرانس په مناسبت د سمندر سرچينه خوندي وساتو، څو له اقیانوس څخه بهره بردارۍ ته تلپاتی پرمختګ پياوړی او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنه جوړه شي.
هغه څلور فقرييز وړانديز کړی، چې په ګډه باید اقیانوس امن او خوندي شي، له اقیانوس څخه بايد ګډه ګټه واخيستل شي، د اقیانوس له لارې بايد د تمدنونو تبادلې تر سره شي او په ګډه بايد پاک او ښکلی اقیانوس جوړ کړي.
































