دوشنبه, جون 8, 2026
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    د جهادي اثارو د ساتنې قانون توشیح او په رسمي جریده کې خپور شو

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کندهار ښار کې ملي بسونو فعالیت پيل کړ

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    کرکټ؛ هند په ټېسټ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    د پنجشېر د کانونو په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    یونیسف: ښځینه روغتیاپالانې د ماشومانو د واکسیناسیون په بهیر کې مهم رول لري

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    د هرات ـ مزارشریف؛ د اورګاډي پټلۍ پروژې د تمویل په اړه ګډه ناسته وشوه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    اوچا: لوکزامبورګ د افغانستان بشردوستانه صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ا.ا مشر: د خلکو اصلاح د تعلیم له لارې ممکنه ده

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

    د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه جوړوي

  • سیمه
    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    پزشکیان: امریکا سره خبرو کې له خپلو اصولو نه تیریږو

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    کوټه کې د چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    پاکستان کې بهرنۍ پانګونه ۳۱ سلنه کمه شوې ده

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    باجوړ کې ۱۵ پاکستاني پولیس وژل شوي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    راپورونه: د پاکستان پورونه د ریکارډ لوړې کچې ته رسېدلي

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    عراقچي؛ د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې لپاره نوي ډیلي ته تللی

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    سعودي عربستان د ایران پر خاوره نا اعلان شوي هوايي بریدونه کړي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    هاکان فیدان؛ د ایران جګړې په اړه د خبرو اترو لپاره قطر ته ځي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

    بلوچستان کې د پراخې اورلګېدنې له امله ۴۵ کسان ټپيان شوي

  • نړۍ
    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    ټرمپ: ایران او اسراییل دې سمدستي یو پر بل بریدونه ودروي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    روسیې د اوکراین ۳۳۹ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    ایران: امریکا سره احتمالي هوکړه د کنګل شویو شتمنیو ازادېدو سره تړلې

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    عراقچي: ایران د اوربند د سرغړونو پر وړاندې دفاعي اقدام کوي

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    پيکس: د مې میاشت کې د پاکستان امنیتي وضعیت یو ځل بیا خراب شوی

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    محسن رضايي: د لبنان په سویل کې د اسراییلو د عملیاتو پر پراختیا اندېښنه ښودلې

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    ټرمپ: له ایران سره احتمالي هوکړه د اټومي مسایلو په اړه روښانه مادې لري

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    رویټرز: ایران او امریکا د اوربند د غځولو او اټومي خبرو پر پیل سلا مشورې کوي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

    سېف د چلډرن: ۱۵۳ میلیونه ماشومان د خوړو له کمښت سره مخ دي

  • اقتصاد

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    د پنجشېر له باغونو ۱۳۰ ټنه د ګیلاسو حاصلات راټول شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    ازبکستان: د افغان -ټرانس دهلېز د امکان سنجۍ چارې چټکې شوي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    چینايي شرکتونه؛ د برېښنا تجهیزاتو او تخنیکي روزنو په برخه کې پانګونې ته لېواله دي

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    ترکمنستان؛ د قالینو په ملي جشن کې افغاني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    هلمند کې د پنبې دانې د غوړیو تولید پراخ شوی دی

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    له منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداګري له ۱.۲ میلیارد ډالرو اوښتې

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

    ازبکستان افغانستان ته ۳۲۰ ټنه بشري مرستې را لېږلې دي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

د پاکستان- هند اړیکې او پر افغان سوله یې اغېز

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 30, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0 0
0
د پاکستان- هند اړیکې او پر افغان سوله یې اغېز
0
شریک شوی
0
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پاکستان او هند په سیمه کې د یو بل دوه سرسخته مخالف ګاونډیان دي. دواړه هڅه کوي چې په سیمه کې د یو بل د نفوذ مخه ډب کړي. د دې دواړو هېوادونو رقابتونه او نیابتي جګړې د افغانستان پر وضعیت مستقیم اغېز لري. هند او پاکستان دواړه په افغانستان کې د یو بل له نفوذ نه وېره لري. له همدې کبله د هند له ازادۍ او د پاکستان له رامنځ ته کېدو وروسته، افغانستان ته د دې دواړو هېوادونو په بهرني سیاست کې یو ځانګړی او مهم ځای ورکړل شوی. دواړه هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې د دوی د خوښې یا هم لږ تر لږه داسې یو حکومت رامنځ ته شي، چې د دوی پلوی وي.

په دې لیکنه کې هڅه شوې چې د پاکستان- هند د اړیکو تر څنګ، د پاکستان او هند په هغو موخو او ګټو خبرې وشي چې دغه دواړه هېوادونه یې په افغانستان کې لري. همدارنګه پر دې هم بحث شوی چې د دواړو هېوادونو رقابتونو پر افغان جګړه څه اغېزې لرلې دي.

د پاکستان– هند اړیکې

په ۱۹۴۷ م کال کې د لوی هندوستان تر تقسیم او پاکستان تر جوړېدو وروسته، د هند او پاکستان تر منځ په تېرو ۷۳ کلونو کې درې خونړۍ جګړې  او څو شخړې رامنځ ته شوې دي. دغه جګړې او شخړې تر ډېره د کشمیر پر سر وې؛ خو د کشمیر قضیه لا هم یوه ناحل او لانجمنه قضیه پاتې ده، د کشمېر په لانجمنه سیمه کې خلک د پاکستان او هند د سخت‌دریځو ډلو سره په لوی سرخوږي او جنجال اخته دي.

 پاکستان او هند د سیمې دوه ستر او د اټومي وسلو لرونکي هېوادونه دي، د دې دواړو هېوادونو تر منځ ترینګلې اړیکې او تاوتریخوالی په مستقیم ډول د سیمې د نورو هېوادونو پر وضعیت اغېز لري. د تاریخ په اوږد کې د دغو هېوادو تر منځ هر رامنځ ته شوي تاوتریخوالي د سیمې پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت سیوری غوړلی دی.

د بېلګې په توګه، کله چې د ۲۰۱۹ م کال د فبرورۍ په ۱۴مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۴۵ هندي پوځیان په یوه موټربم برید کې ووژل شول، هند یې پړه پر پاکستاني پوځ او استخاراتو واچوله او د دواړو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی رامنځ ته شو. په دغه لړ کې د پاکستان د هوایي چلند ادارې له خپل فضایي حریم څخه د ټولو تېرېدونکو الوتکو پر تګ بندیز ولګاوه. دغه چارې له یوې خوا هوایي شرکتونو او سوداګرو ته لوړ مالي زیانونه  واړول او له بلې خوا یې د سلګونو کسانو په سفر کې ځنډ رامنځ ته کړ او خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې.

له افغانستان سره د هند او پاکستان اړیکې

افغانستان او هند لرغونې اړیکې لري. دغه اړیکې د لوی هندوستان له تقسیم وړاندې د غوري او غزنوي حکومتونو دوران ته رسېږي. یانې دواړه هېوادونه له پخوا په اړیکه کې پاتې شوي دي، هغه که د یرغل په بڼه وو، یا مذهبي اړیکې وې او یا هم که پر یو بل حکومت کولو.

په ۱۹۴۷ م کال کې د هند له ازادۍ وروسته، افغانستان او هند د نهرو- داوود- ناصر د ناپېیلي غورځنګ له امله، یو بل ته نږدې شول. دواړو هېوادونو تر ۱۹۷۹ م کال پورې له یو بل سره ډېرې ښې اړیکې درلودې. د ډیورنډ کرښې او پښتونستان د قضیې پر سر د کابل او اسلام آباد مخالفت او له بله اړخه د کشمیر پر سر جګړې او تربګنۍ، همدارنګه د ناپېیلتیا غورځنګ هغه لوی موارد ګڼل کېږي، چې د افغانستان او هند اړیکې یې ډېرې ښې ساتلې وې.

پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل سره هند ورو ورو په افغانستان کې خپل ځای له لاسه ورکاوه. خپله د هندي شنونکو په اند چې د جهاد په دوران کې (۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹م ) هند په افغانستان کې د خپل بهرني سیاست په برخه کې سخته ماتې وخوړله او بالمقابل پاکستان په لومړي ځل چانس تر لاسه کړ، چې د افغانستان اړوند د ځان په ګټه بهرنی سیاست ولري.

له افغانستانه د شوروي یرغلګرو ځواکونو له وتلو وروسته بیا تر ۲۰۰۱ م کال پورې، هغه پړاو بلل شوی دی چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د یو بل نفوذ کمولو په موخه ګرمه سیالي پیلوي. په دغه پړاو کې پاکستان هغه څه په پوره توګه نشي ساتلی، چې د جهاد په دوران (۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹م) کې یې تر لاسه کړي وو. په دغو کلونو کې هند د شمالي ټلوالې ملاتړ کاوه. له ۲۰۰۱ م کال را وروسته بیا تر اوسه په تېرو دوو لسیزو کې هند د خپل نرم ځواک له لارې په افغانستان کې خپلو موخو ته پوره کار کړی، هند توانېدلی چې د خپلو پراخو مرستو پر مټ د زیاتره افغانانو زړونه وګټي.

په افغانستان کې د هند ګټې او اندېښنې

افغانستان د ځمکې د کُرې په یوه ډېره ستراتېژیکه برخه کې موقعیت لري، له همدې امله ده چې خلک یې کله د سوېلي آسیا له هېوادونو څخه بولي، کله یې د منځني ختیځ برخه ګڼې او کله یې بیا د منځنۍ آسیا یوه منل شوې برخه بولي. د افغانستان دغه ستراتیژیک موقعیت دومره ارزښتناک دی، چې په سیمه کې د ځواک محوري نکته ګرځېدلی شي. همدارنګه په افغانستان کې د درې تریلیونو ډالرو په ارزښت د کانونو موجودیت، د نړۍ د سترو قدرتونو لپاره د افغانستان ارزښت نور هم زیات کړی.

هند په سیمه کې یو مهم او ستر هېواد دی، په وروستیو لسیزو کې هند په منځنۍ اسیا کې د خپلو ګټو د خوندي کولو او همدارنګه د نړیوالو ځواکمنو هېوادونو په کتار کې درېدلو لپاره هڅې کوي. د هند لپاره د همدې ګټو د خوندي کولو په موخه پر افغانستان نفوذ درلودل او له افغانستان سره ستراتیژیکه ملګرتیا ارزښت لري.

له ۱۹۷۹ م کال مخکې افغانستان او هند ښه ملګرتیا درلوده، ځکه تر همدې کال پورې په افغانستان کې هر رامنځ ته شوی حکومت د پاکستان خلاف  و، ډېری وخت یې د پښتونستان د مسئلې او د پښتنو د حقونو پر سر له پاکستاني حکومتونو سره شخړې او لانجې کړې دي؛ خو د شورویانو له یرغل او افغان جهاد له پیلېدو سره، پاکستان د افغان جهادي ډلو ترشا ودرېد او جهادي ډلې یې د خپل ستراتېژیک عمق د تر لاسه کولو په موخه وکارولې.

هند په افغانستان کې د پاکستان له ستراتېژیک عمق څخه اندېښنه لري او غواړي په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیک عمق خنثی او کله هم پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان کې په پښو ودرېدلی شي. له همدې کبله په افغانستان کې د هند تګلاره اصلاً د پاکستان خلاف د پالیسۍ یوه مهمه برخه ده.

هند په افغانستان کې د بنسټ پاله او جهادي ډلو له واک ته رسېدو وېره لري، نه غواړي چې په افغانستان کې د مجاهدینو او یا هم د طالبانو  په شان حکومتونه رامنځ ته شي. زیاتره هندي شنونکي په دې اند دي چې یو داسې افغانستان چې د مذهبي بنسټ پالو واکمني/ خپرېدا پکې وي؛ یوازې د پاکستان لپاره اړین دی، چې کولای شي له دې لارې بیا په کشمیر کې پر هند فشار راوړي.

هندوستان د تېرو شلو کلونو په جریان کې له افغانستان سره تر دوو میلیاردو ډالرو پورې مرسته کړې. د دې مرستو زیاته برخه د ټرانسپورټ، برېښنا، تحصیلي بورسونو، د سړکونو پخولو، د خوراکي توکو، ژمنیو مرستو او نورو برخو کې تر سره شوې ده. د هند له دې ټولو مرستو ښکاري چې دا هېواد په افغانستان کې د موجوده نظام کلک ملاتړی دی. د هند له مهمو هیلو یوه دا وه چې د افغانستان له خاورې پاکستان وڅارلی شي، ظاهراً داسې ښکاري چې په کندهار او ننګرهار کې د افغان حکومت له لوري هند ته د کونسلګریو په ورکړې سره،  د هند دا هیله هم پوره شوې ده.  په وروستیو څو کلونو کې هند د خپل نرم ځواک له لارې د خپل بهرني سیاست د بریا په اوج کې دی. هند وکولای شول چې د ډېری افغانانو زړونه لاسته راوړي. اوس مهال هند د افغانانو لپاره تر ټولو ښه ملګری او خواخوږی هېواد دی.

په ټوله کې په افغانستان کې د هند تګلاره په دوو سترو برخو را څرخېږې: لومړی یې په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیک عمق خنثی کول او د یوه داسې رژيم د راتلو مخه نیول چې اساساً د هند دښمني غواړي او دویم پړاو کې د اوږدمهالو ډيپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو په مرسته له یوه باثباته، نومیالي او هند پلوي رژیم سره اړیکې ټینګې کړي.

د پاکستان افغان تګلاره

د پاکستان له جوړېدو سره سم پاکستان له دوو هېوادونو څخه وېره درلوده: افغانستان او هندوستان. دا ځکه چې پاکستان له هند سره د کشمیر پر لانجمنه سیمه او له افغانستان سره د پښتونستان پر سر تربګنۍ او جنجالونه درلودل او لا یې هم لري.

د پاکستان له جوړېدو را وروسته دې هېواد هڅه کړې چې پر افغانستان د ډیورند کرښه ومني، همدارنګه دوی هڅه کوي چې هند په افغانستان کې فعال حضور او نفوذ ونه لري؛ ځکه که داسې وشي، نو پاکستان له دوو محاذونو سره مخ کېږي. په همدې موخه لکه څنګه چې هند په افغانستان کې د پاکستان د ستراتېژیک عمق خنثی کېدل غواړي، بالمقابل پاکستان هم په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه وېره لري. د پاکستان په اند هند نه یوازې په منځنۍ اسیا کې د پاکستان مخه ډب کول غواړي، بلکې په جلال آباد او کندهار کې د هند کونسلګرۍ، د هندي استخباراتو اډې بولي او داسې انګېري چې له هغه ځایه په پاکستان کې د ورانکارۍ عملیات تر سره کوي.

لکه څنګه چې هند په افغانستان کې د یوه بنسټ پاله او جهادي حکومت له راتلو ناخوښ دی، داسې پاکستان په افغانستان کې د یوه ولسواک او ډیموکراټیک نظام له رامنځ ته کېدو اندېښنه لري. د هندي شنونکو په اند، هند په دې فکر دی چې که د طالبانو یا مجاهدینو په شان نظامونه رامنځ ته شي، نو په افغانستان کې به د هغو مذهبي او جهادي ډلو لپاره پټنځایونه او د روزنې مرکزونه برابر شي چې د کشمیر د ازادۍ په خاطر د هند خلاف جګړه کوي. بل خوا پاکستان بیا د یوه ولسواک او ډیموکراټیک نظام له راتلو څخه ځکه ناخوښ دی، چې د ډیورنډ او پښتونستان قضیه به را پورته کړي.

له هند سره د پاکستان شخړې او دښمني او د افغانستان- هند نږدې اړیکو له امله پاکستان وېره لري، چې هسې نه پاکستان د افغانستان او هند تر منځ راګیر شي. په همدې دلیل پاکستان تل هڅه کړې چې د افغانستان بهرنۍ چارې په تېره بیا د هند په اړه کنټرول کړي.

البته په افغانستان کې د دغو دوو هېوادونو د نفوذ کولو د هڅو تر منځ یو توپیر شته، هند د سیاسي، اقتصادي او تجارتي مناسباتو له لارې د نفوذ په لټه کې دی او پاکستان د نیابتي ډلو (جګړې او ورانکاریو) له لارې.

پایله

په افغانستان کې د هند- پاکستان د یو بل خلاف هلې ځلې او پالیسي، تر ټولو زیات افغانان اغېزمن کوي. موږ د خپل تاریخي رول له مخې تل په داسې قضیو کې ناپېیلي پاتې شوي یو؛ خو په وروستیو دوو لسیزو کې د یوه نا متوازن بهرني سیاست خپلولو له کبله نه یو توانېدلي، چې د هند او پاکستان په شان مخالفو هېوادونو اړوند د خپل بهرني سیاست توازن وساتلی شو.

له ۲۰۰۱ م کال وروسته په افغانستان د امریکا د «ترهګرۍ ضد جګړې» له امله افغان دولت هم د «ترهګرۍ» پر ضد جګړه پیل او دا یې د خپل بهرني سیاست یوه برخه وګڼله. په دې برخه کې د افغان دولت یوه لویه ستونزه دا وه چې په سیمه‌ییزو قضایاوو کې یې توازن ونه شو ساتلای، په تېره بیا د هند او پاکستان تر منځ. د بېلګې په توګه، د حامد کرزي په دوره کې د افغان حکومت اړیکې له هندي لوري سره د پاکستان په پرتله ډېرې نږدې وې؛ خو دغه چاره د پاکستان د ناخوښۍ سبب وه. د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال پرویز مشرف په یوه مرکه کې وایي: «موږ له ۲۰۰۱ م کال وروسته له افغان طالبانو څخه له دې کبله ملاتړ وکړ، چې افغان ولسمشر حامد کرزي له هند سره مرسته کړې وه چې له شا پر پاکستان ګوزار وکړي.»

همدارنگه د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت په رامنځ ته کېدو سره، په لومړیو کې د کابل او اسلام آباد اړیکې ډېرې نږدې شوې. ولسمشر غني په لومړیو شپږو میاشتو کې هند ته هېڅ سفر ونه کړ او برعکس دغه مهال د کابل- اسلام اباد تر منځ د چارواکو سفرونه زیات شول؛ خو کله چې پاکستان د خپلو ژمنو په عملي کېدو کې پاتې راغی او طالبان یې د ۲۰۱۵ م کال په مارچ کې د سولې د خبرو میز ته حاضر نه شو کړای، نو د دواړو هېوادونو ګرمې اړیکې بېرته ورو ورو په سړېدو شوې.

هند او پاکستان د سیمې دوه مهم هېوادونه دي، د دغو دوو هېوادونو تر منځ تاوتریخوالی او شخړې په مستقیم ډول د سیمې په ځانګړې توګه د افغانستان پر امنیتي، سیاسي او اقتصادي وضعیت اغېز کوي. همدارنګه دواړه هېوادونه په سیمه کې ستراتېژیک ملګري هېوادونه لري او د دوی د اړیکو ترینګلتیا د سیمې په کچه د مختلفو هېوادونو تر منځ د اختلافاتو او رقابتونو د را ولاړېدو وېره زیاتوي، چې دغه وضعیت د افغانستان قضیه تر خپل سیوري لاندې راولي.

په افغانستان کې روانه جګړه داخلي، سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري. له همدې امله ده چې په پای  ته رسېدو کې یې د سولې هڅې ټکنۍ ښکاري. افغانستان کې د سولې لپاره تر ټولو ننګوونکې دا ده، چې څرنګه د ښکیلو خواوو، سیمه‌ییزو قدرتونو او په قضیه کې د دخیلو اړخونو مشروع ګټې په یوه چوکاټ کې په نظر کې ونیول شي، څو دا پروسه بریالۍ شي.

د سیمې په کچه د هند او پاکستان د اړیکو څرنګوالی د افغانستان د جګړې او سولې یو مهم اړخ ګڼل کيږي. پاکستان د افغان سولې په روانه پروسه کې د امریکا د سختو فشارونو له امله همکارۍ ته اماده ښکاري، پاکستان د ملا عبدالغني برادر په خلاصون، د امریکا- طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک او تازه د بین الافغاني خبرو په برخه کې په هلو ځلو سره ځان د افغان سولې د تامین په برخه کې یو ژمن ګاونډی ښيي؛ خو لا هم د پاکستان پر نیت شک او شبهات په خپل ځای دي. پاکستان ظاهراً د تېر برعکس، له افغان حکومت، طالبانو او متحده ایالاتو درې واړو خواوو سره د ښو روابطو ساتلو په هڅه کې دی، خو هند د قضیې له دوو اړخونو (افغان حکومت او متحده ایالاتو سره) په ارتباط کې دی.

هند په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د سولې له بهیر سره محتاطانه چلند کوي او د افغانستان د حکومت له دریځ نه ملاتړ کوي. هندي شنونکي په دې باور دي چې پاکستان له سولې وروسته پر امریکا د فشار وسیلې له لاسه ور کوي او نوی ډیلی کولای شي د طالبانو له مختلفو ډلو سره خپلې اړیکې ورغوي  او په افغانستان کې د نوي سیاسي دور له رامنځ ته کېدو سره هممهاله د ځان پر وړاندې د راټوکېدونکي حساسیت او د افراطي ډلو له متوجه خطراتو مخه ونیسي.

 ضیاءالاسلام شېرانی 

ShareTweet
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • amg
  • Home 1
  • Home 2
  • JeetCity Casino: Traditional Games for Big Stakes
  • Privacy Policy
  • Privacy Policy
  • Sample Page
  • Sample Page
  • With Casino Ozwin Casino and Win Big!
  • الرئيسية
  • الصفحة الرئيسية 2
  • الصفحة الرئيسية 3
  • الصفحة الرئيسية 4
  • الصفحة الرئيسية 5
  • زموږ سره اړیکه
  • کورپاڼه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In