د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان ته د خپل سفر پر دویمه ورځ له ګڼو پاکستاني چارواکو سره لیده کاته درلودل. تر ډېره یې له دوی سره پر افغان سولې، دوه اړخیزه اړیکو او امنیتي مسایلو خبرې لرلې دي. نوموړي د پاکستان د ستراتيژیکو مطالعاتو په مرکز کې وینا هم وکړه او تر ډیره یې تمرکز د افغانستان پر سوله او امنیت و. ډاکټر عبدالله ټینګار وکړ چې افغان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده او یو ځل بیا یې له طالبانو وغوښتل چې د جګړې په ختمولو دې د افغانانو هیلې پوره کړي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا پاکستان ته تللی دی. پرون یې د سفر دویمه ورځ وه او په دې لړ کې یې د پاکستان له مهمو لوړپوړو چارواکو سره لیدنه لرله. په لومړۍ ورځ یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره وکتل او پرون یې بیا د پاکستان د سنا جرګې له مشر او د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدنه لرله.
د پاکستان د ستراتيژيکو مطالعاتو په مرکز کې یې وینا وکړه او تر ډېره یې وینا پر افغان سوله او د پاکستان افغانستان پر اړیکو متمرکزه وه. ډاکټر عبدالله عبدالله وویل چې افغانستان په یوه حساسه مرحله کې دی او د سولې راتګ ته سخته اړتیا لري. د ده په خبره، افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او په دې برخه کې د ټولو هېوادونو او ګاونډیانو همکاري اړینه ده. نوموړي وویل، طالبانو ته یې په واضح توګه ویلي چې که بریالي شوو چې افغانستان ته سوله راولو، نو راتلونکي اتلان به موږ وو. د ده په خبره: ((ما مخامخ او په واضح الفاظو ملا برادر ته په خطاب کې وویل چې که موږ افغانستان ته سوله راولو، جګړه ختمه کړو، نو د تاریخ اتلان به وو، رښتیني اتلان به موږ وو چې جګړه ختموو)).
ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړې او د سولې په برخه کې یې د پاکستان همکاري اړینه او مهمه وبلله. نوموړي وویل، پاکستان تر دې دمه له افغان سولې سره همکاري کړې ده او د دغه هېواد لا ډېرې رښتینې همکارۍ به ټولې سیمې ته ثبات راولي. هغه وویل، د سولې لار له سختو خنډونو ډکه ده، ځکه دومره اوږده جګړه ختمول به ارو مرو اوږدو خبرو ته اړتیا لري نو له همدې امله پورې حوصلې ته اړتیا ده. د ده په وینا: ((د سولې خبرې په حوصله مخ ته وړل کېږي، پوره حوصله به کوو، ما خلک حوصله من بولي، خو په دې ملي مسئله کې خورا ډېرې حوصلې ته اړتیا ده)).
د ملي مصالحې عالي شورا مشر د سولې په اړه خپل دريځ په واضح توګه بیان کړ او په خبره یې، د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره ګټوره ده او هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي. د ده په خبره، د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته هم په کار ده چې په خپلو خاورو کې چا ته د افغانستان ضد فعالیتونو د ترسره کولو اجازه ور نه کړي.
د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله دغه راز د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه کې هم د سولې اړوند خبرې کړې دي او د پاکستان د سنا له مشر سره یې بیا پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو بحثونه کړي دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ باید سوداګریزې اړیکې پراخې شي او دا مسئله به ددې سبب شي چې افغانستان او پاکستان دواړه وده وکړي.
له دې سفر سره هممهاله پاکستان له افغانستان سره خپلې پولې په اونۍ کې درې ورځې پرانیستې دي. دا لارې د کرونا ویروس د پراختیا له امله تړل شوې وې. اوس په اونۍ کې درې ورځې خلک پر دې لارو تګ راتګ کولی شي او پاکستان ویلي چې افغانان ته به د وېزې د ورکړې لړۍ هم ډېره ژر پیل کړي.
































