د چين د مهاجرت ادارې خبر ورکړ، چې هېواد يې د ۲۰۲۵م کال د جون له ۱۱ مې څخه د اندونيزيا اتباعو ته له ويزې پرته د سفر اجازه ورکړې او پدې سره د هغو هېوادونو شمېر چې اتباع يې له ويزې پرته چين ته ۲۴۰ ساعته سفر کولی شي، ۵۵ ته ورسېد.
تراوسه د اندونيزيا، روسيې او بريټانيې په ګډون د ۵۵ هېوادونو هغه اتباع چې مشروع نړيوال سفري سندونه او هغه ټرافيکي ټکټونه لري چې د حرکت وخت او څوکۍ يې معلومه وي، که د چين له لارې درېیم هېواد او يا سيمې ته تګ غواړي، کولی شي، د بېجينګ او شانګهای په ګډون د چين د ۲۴ ولايتونو ( سيمو او ښارونو) د ۶۰ ځمکنيو بندرونو له لارې چين ته ننوتلی شي او د ۱۰ ورځو لپاره ټاکلو سيمو ته سفر کولی شي.