د نړۍ د اکاډمیکو انتشاراتو یوه مشهور سازمان “سپرینګر نیچر” د جون په ۱۱ نېټه د ۲۰۲۵ کال د نړۍ د غوره څېړونکو او علمي رهبرانو لیست خپور کړی چې له مخې یې، چین بیا لومړی مقام خپل کړی او د ساینسي او علمي تولید په برخه کې یې خپله وړتیا پراخه کړې ده.
دغه لیست تېر کال د طب او طبیعت په اړه په ۱۴۵ مجلو کې د خپاره شویو علمي او تحقیقي لیکنو پر اساس جوړ شوی و چې له مخې يې د چین برخه د مخکې کال په نسبت ۱۷ سلنه زیاته شوې وه.
په دې لیست کې لس مخکښ نهادونه انتخاب شوي چې له دې جملې هارورډ پوهنتون او د جرمني ماکس پلانک ټولنې پرته نور ټول چیني نهادونه شامل دي.