دا ځل د امریکا په یو شمېر ښارونو کې ظاهرا د غیر قانوني کډوالو د شړلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر د حکم په اعتراض کې پراخ لاریونونه پيل شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۵مه دغه هېواد ته د ۱۲ هېوادونو د اتباعو ورتګ بند کړ او امر يې وکړ چې له امریکا څخه دې ټول غیر قانوني کډوال و شړل شي.
د کالفرنیا پولیسو د ټرمپ حکم د عملي کېدو په موخه د لاس انجلس ښار په څو مکانونو چاپې واچولې څو غیر قانوني مهاجرین ونیسي او په مقابل کې يې زرګونو کسانو اعتراضونه پيل کړل چې لا هم دوام لري، د پولیسو او ځانګړو کمانډو ځواکونو له خوا لسګونه اعتراص کوونکي نیول شي خو له دې سره سره يې په مخنیوي کې پاتې راغلي و په شدت سره دوام لري.
اصلي خبره د مهاجرو له موضوع هم ستره ښکاري ځکه د امریکا اجتماعي جوړښت له مختلفو توکمونو جوړ دی چې اکثریت يې مهاجر او له نورو وچو څخه هلته ورغلي دي نو که خبره د مهاجرو د ایستلو وای، بیا خو لازمه ده چې د ټرمپ په شمول ټول هغه بهرنيان له دغه هېواده لاړ شي چې د امریکا اصلي اوسېدوونکي نه دي.
په هر حال! د ټرمپ کارونه هسې هم د عجایبو مثال لري او هره ورځ یوه نوې خبره کوي او ان دومره نوې خبرې کوي چې کله کله پخوانۍ خبرې ترې هېرې شي.
اصل حقیقت دا دی چې په امریکا کې اکثریت توکمونه له اجتماعي، قومي او نورو تبعیضونو شکایت لري او وخت ناوخت خپل غږ پورته کوي او په ټولنه کې د عدالت تامین غواړي.
د دغه هېواد خلک له خپل حکومته په امریکا کې د هغه عدالت تامین غواړي چې حکومت يې د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاس وهنې په موخه پورته کوي او هلته د عدالت او مساواتو خبره کوي.
سره له دې چې راپورونه وايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي حکم له مخې د دغه هېواد د ملي کارډ سرتېرو تر څنګ، سمندري ځواکونه هم د معترضینو د ځپلو په موخه لاس انجلس ته رسېدلي خو د رسنیو د معلوماتو له مخې اعتراضونه نه یوازې کنټرول شوي نه دي بلکې نورو ښارونو ته پراخ شوي دي.
وروستي راپورونه ښيي چې لاس انجلس ته وختي د ملي ګارډ سرتېري رسېدلي او د معترضینو ځپل او نیول يې پيل کړي چې په کنټرول کې يې پاتې راغلي نو اوس تازه هلته سمندي ځواکونه هم رسېدلي خو بیا يې هم نه یوازې لاریونونه کنټرول کړي نه دي بلکې تکزاس، پنسلوانیا، ماساچوست، سانفرانسیسکو، نیویارک، بوسټون، دالاس، شیکاګو، اتلانتیا او یو شمېر نورو ښارونو ته هم پراخ شوي دي.
د کالفورنیا ایالت والي ګاوین نیوسام دغه ولایت ته د امریکا د ملي ګارډ ځواکونو له ورتګ سره مخالفت کړی او له فډرالي حکومت سره يې حقوقي لانجه پيل کړې ده خو ټرمپ د فرمان له مخې ۴۱۰۰ سرتېري پخوا هلته ځای پرځای شوي او د اعتراض کوونکو نیول او ځپل يې پيل کړي دي.
ټرمپ پخوا خبرداری ورکړی چې د اړتیا په صورت کې به د ملي کارډ تر څنګ سمندري ځواکونه هم واستول شي چې اوس يې دا کار عملي کړی دی.
دغه راز راپورونه وايي چې په سان فرانسیسکو او کنکور ښارونو کې د مهاجرینو دوې محکمې هم د اعتراضونو په نتیجه بندې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې ځينې ډیموکراټو رهبرانو په ډله ییزه او پراخه توګه د غیر قانوني کډوالو د نیولو او شړلو لپاره د ټرمپ د دولت په نتیجه کې د ملي بحران د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د کالیفرنیا والي په یوه ویډيو کې خبرداری ورکړی چې پر ډیموکراسۍ برید شوی او پر ټرمپ يې تور لګولی چې له واک څخه په ښکاره ناوړه استفاده کوي.
په ورته وخت کې ټرمپ د پوځ په یوه مرکز کې نظامیانو ته په خطاب کې ویلي چې دی به لاس انجلس آزاد کړي!
ده زیاته کړې چې د کالفرنیا لاریونونه د ده په وینا پر سوله، عمومي نظم او ملي حاکمیت برید دی چې په وینا يې د پردیو له خوا پيل شوی دی.
یعنې د ټرمپ دا خبره د دې معنا لري چې لاس انجلس د غیر امریکایانو له خوا نیول شوی او اوس د دغه هېواد حکومت غواړي چې بېرته يې آزاد کړي!
د لاس انجلس ښاروال کارن باس په دغه ښار کې پر تګ راتګ بندیز لګولی او له مرکزي حکومته يې غوښتي چې د مهاجرینو پرضد دې اقدامات ودروي.
نتیجه:
منطقي او معقوله خبره دا ده وايي: څه چې د ځان لپاره غواړې د نورو لپاره هم همدا وغواړه.
امریکا د نورو لپاره عدالت غواړي، خو د خپلو خلکو لپاره عدالت نه تامینوي، د نورو هېوادونو د خلکو لپاره آزادي او د بیان آزادي غواړي، د بشر حقوق او داسې نور شیرین او خواږه شعارونه غواړي، خو د خپلو خلک يې له دې ټولو بې برخې کړي دي او هغوی اړ دي چې د حکومت هر څه په پټو سترګو ومني.
که موږ فرض کړو چې دغه لاریونونه د امریکا په کوم سیال هېواد کې روان وای او متبوع هېواد يې د کنټرول لپاره کمانډو ځواکونه ور استولي وای او یا يې په دومره شدت سره ځپلي وای لکه نن چې د امریکا په ښارونو کې لاریون کوونکي ځپل کېږي نو د امریکا د حکومت غبرګون به څه وای؟
زه فکر کوم د خلکو لپاره به همدا مثال کافي وي چې نور د امریکا په هېڅ شعار باور ونه کړي او دا تر لمر روښانه ده چې دغه هېواد دا ټول شعارونونه د نورو د غولولو او د خپلو سیالانو د ضعیفولو او پر وړاندې يې د خپلو خلکو د لمسولو لپاره پورته کوي، نه د واقعي عدالت، بیان آزادۍ او آن د دوی له خوا جوړې تش په نوم ډیموکراسۍ لپاره.
ډېری تحلیل ګران اوس په امریکا کې روان لاریونونه د دغه هېواد اجتماعي جوړښت پروړاندې یوه ننګونه ګڼي او اټکل کوي چې دا لاریونونه به پراخ شي.
که نن دا لاریونونه وځپل شي او د خلکو غږونه غلي کړل شي، سبا به بیا راپورته کېږي، بله ورځ به بیا راپورته کېږي، د امریکا اصلي څېره به نوره هم رسوا کوي او بالاخره به یوه ورځ خپلو موخو ته رسېږي چې هغه د عدالت تامین دی.