د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د جون په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې د چن يون د زېږېدنې ۱۲۰ مې کليزې د يادغونډه تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ په دغه غونډه کې وينا وکړه.
شي جين پينګ په خپله وينا کې د ښاغلي چن يون د روحيې، تجربو، مفکورو او کاري طريقو د زده کړې غوښتنه وکړه.