اسراییلي رسنۍ وایي، ایران په خپل وروستي برید کې شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې ۴ اسراییلیان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډيوګانو ښکاري، چې پر اسراییل د ایران له بریدونو وروسته سلګونه اسراییلیان په تونلونو کې پټ شوي دي. دغه ویډيوګانې تر هغه وروسته خپرې شوې، چې څو شېبې مخکې اسراییلي رسنیو په حیفا ښار د ایران د توغندیزو بریدونو خبر داری ورکړی دی.