سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

موسی شفیق له مدرسې تر صدارته

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 30, 2020
in کتاب
0
موسی شفیق له مدرسې تر صدارته
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

شهید موسی شفیق د افغان روښانفکرۍ او معاصر فکري تاریخ نوموتې څېره ده. ستر خالق پر شفیق سیاسي بصیرت، دیني پوهه او تقوی پېروز کړې وه.

هغه عرفان، حنفي فقه او د بخارا او سمرقند تجربې او د لوېدیځې نړۍ سیاسي زده کړې داسې سره ترکیب کړې، چې په پایله کې یې پر سیاسي او ټولنیزه منځلارې څېره بدل شو او د ډېرو افغاني سیاستوالو په څېر د افراط او تفریط ښکار نه شو. نه سلفیت او  نه هم د وهابیت په لومو کېښوت، او نه هم دودیزو خرافاتو ته پاتې شو. نوموړی د اسلامي، شرقي او غربي پوهې یو عظیم ترکیب دی او عمیق فکر یې د متفاوتو زده کړو او تجربو نتیجه ده.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

هغه اشرافي ريښې نه درلودې، مګر پر افغانستان کلک باور او د وطن د خدمت کلک هوډ د سیاست لوړو ته ورساوه. هغه د افغانستان په سیاسي اډانه کې درې میراثه پرېښي دي: د وطن د مالکیت احساس، د وطن محوره فکر او عمل. نوموړی باوري و چې همدا درې میراثونه کولای شي افغانستان له سیاسي بدمرغیو راوباسي. هغه د اسیا په مدرسه کې استاد و او غوښتل یې چې د سیمې تحولاتو ته د افغانستان له ادرسه ځواب پيدا کړي. نوموړي هیله درلوده چې افغانستان په سیخه لار روان کړي، خو د حاکم وخت عجولانه پرېکړو او افغانستان ته د زبرځواکونو ناکاره ارادو د شفیق ملي هیلې مړاوې کړې.

ان ویل کېږي چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل یو لامل د موسی شفیق پروګرامونه وو، که شفیق او پاچا دواړه پاتې وی، بیا نو روسانو او د دوی پلویانو دا وخت نه شوای پيدا کولی، چې پر افغانستان برید وکړي.

شفیق هیله درلوده چې سیاسون د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي، هغه غوښتل چې د افغانستان کورنی او بهرنی سیاست پر تحرک راولي. هغه د تقابل پر سیاست باور نه درلود او هڅه یې کوله چې د هیواد د پرمختګ او سیاسي ټيکاو لپاره له سترو زبرځواکونو لکه روسیې او امریکا سره فلسفي تفاهم ته ورسېږي. له ګاونډیانو سره د مشترکو ګټو درک هغه مسئله وه، چې شفیق پرې باور درلود، په همدې موخه یې پر ډېرو فشارونو سربېره، له ایران سره د هلمند اوبو په اړه سخته؛ خو بریالۍ معاهده وکړه.

 شفیق څو بعدي شخصیت درلود او د خپل فکري انسجام په برکت یې د افغانستان لپاره لوی کارونه وکړل. شفیق پر ولسواکۍ کلک باور درلود او د ولسواکۍ د تحقق لپاره د نوموړي کلک هوډ او هڅې د دې لامل شوې چې د اساسي قانون او ډیموکراسۍ په لسیزه کې د یو اغېزناک شخص په توګه مطرح شي.

جنایتکارانو موسی شفیق ترور کړ او افغان ملت یې د نوموړي له معتدله او منځلارو علمي او سیاسي پروګرامونو څخه بې برخې کړ. شفیق داسې مهال له افغان ملت څخه واخیستل شو، چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره یې د هیلو تازه غوټۍ پرانیستل شوې وې. نوموړي  د هیواد په کچه له ملي مسئلو سره عقلاني برخورد کاوه او همدې ټکي باوري کړی و، چې هڅې به یې افغانستان ته سیاسي ثبات ور وبښي.

د شهید موسی شفیق د شخصي ژوند، زده کړو، کاري تجربو او د هیواد په اړه د هغه له پروګرامونو په همدې کتاب کې ډېر څه زده کولای شی.

مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

ریالمي بل ارزان بیه ځیرک موبایل معرفي کړ

Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post

د هارت اف ایشیا انګلیسي ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م: د جګړو له امله ۳،۵ میلیونه افغانان بېځایه شوي

م.م: د جګړو له امله ۳،۵ میلیونه افغانان بېځایه شوي

نوومبر 4, 2021

United Kingdom Roulette Bets And Payouts

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved