د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تر بل هر وخت اوس یوالي ته اړتیا ده او د ایران وګړي باید په وحدت سره د اسراییلو یرغل پر وړاندې ودریږي. هغه نن د استازو جرګې غونډې ته ویلي «دښمن نهشي کولی مونږ او تاسو له صحنې بهر کړي او نن تر بل هر وخت ډېر انسجام ته اړتیا لرو». د هغه په وینا، ایرانیان باید ګیلې یوې خوا ته کړي او په پوره ځواک سره ودریږي. پزشکیان ویلي، چې ایران هېڅ کله متجاوز نهوو او نه دی، خو یو بل ته په لاس ورکولو سره به د وحشي جنایتکارو پر وړاندې ودریږي.