د امریکا وسله والو پېښو ارشیف ادارې ویلي، چې روان میلادي کال د امریکا په ایالتونو کې ۱۵۶ وسلوالې پېښې ثبت شوې دي. رویټرز خبري اژانس دغه خبر د یادې ادارې په حواله نن خپور کړی خو په دغو پېښو کې د اوښتي زیان په اړه یې کره معلومات نه دي خپاره کړي. یادې ادارې امریکا کې د وسله والو پېښو معلومات داسې مهال له یاد اژانس سره شریک کړي چې پرون ماښام یوتا ایالت کې د یو کلنۍ مېلې پر مهال د دوو ډلو ترمنځ شخړه کې ۵ کسان په مرمیو ولګېدل چې درې یې ځای په ځای ووژل شول او دوه نور ټپیان دي. د یوتا ایالت پولیسو ویلي، په وژل شویو کې یو هم اته میاشتنی ماشوم دی.