د کندوز د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولین وايي چې د یاد ولایت په کوربه توب د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې دي. د یاد امریت د نشراتو مدیر نعمت الله صافي ویلي، چې دغه سیالۍ د کندوز، تخار، بغلان او بامیانو ولایتونو ترمنځ د کندوز ولایت په کوربه توب پیل شوي، چې ۵ ورځې به دوام وکړي. هغه زیاته کړې، چې لومړۍ لوبه د کندوز ولایت د پيروزي او د بامیانو ولایت د بهارآزادي لوبډلو ترمنځ پیل شوه، چې د کندوز پیروزي لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹/۰ ګولو په وهلو سره ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

































