«د شي جين پينګ د خوښې وړ کلاسيکې کيسې» ويډيويي پروګرام نړيواله بڼه د جون په ۱۶مه نېټه د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو په مهمو رسنيو کې خپرېدل پيل کړل. د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايف په دې اړه د مبارکۍ پيغام استولی دی.
د دې پروګرام په نړيواله بڼه کې د رئیس شي جين پينګ په مهمو ويناوو، مقالو او خبرو اترو کې ذکر شوي کلاسيک چيني متلونه او کيسيې غوره شوې او د ورخلاصون او همکارۍ، علمي او تخنيکي پرمختګ، د چاپېريال ساتنې او کلتوري نوښت په اړه په زړه پورې معلومات شامل شوي دي.