چهارشنبه, جون 18, 2025
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
    د چین ولسمشر افغانستان سره د سیمییزې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی

    افغان او ترکمن لوري د ترانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه ډالر لیلاموي

    روزګان؛ سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

    اروپايي ټولنې؛ افغانستان ته ۱۰۰ ټنه بشردوستانه مرسته را لېږلې

    تېر کال لوګر کې کې ۷۸۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه تولید شوي

    سوداګرۍ وزارت: د افغانستان بهرنۍ سوداګرۍ له خنډ پرته دوام لري

    د افغانستان امانتي صندوق تېر کال ۳۷ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه کړې

    سالنګ لاره د باروړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانیستل شوه

  • سیمه
    ایران پر اسراییل پرله پسې توغندیزو بریدونو ته دوام ورکړی

    سپاه پاسداران؛ پر اسراییلو د فتاح لومړي نسل توغندیو برید کړی دی

    عمان: د امریکا او ایران ترمنځ پلان شوي شپږم پړاو مذاکرات نه کېږي

    ایران په تازه بریدونوکې شاوخوا ۵۰ توغندي پر اسراییل توغولي

    رسنۍ: ښایي د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو ترسره نه شي

    پاکستان؛ د لوی اختر په رخصتیو کې ۵۵ کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي

    د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو شپږم پړاو په عمان کې ترسره کیږي

    عراقچي: ایران کې شرقي او غربي پالیسي نه چلېږي

    شهباز شریف: د هند له‌خوا پاکستان ته د اوبو بندولو خبره ناشونې ده

  • نړۍ
    ایراني پولیسو ۱۴ ډرون پیلوټه الوتکې نیولي دي

    اسراییلي پوځ د ایران د لوړپوړي پوځي قومندان د وژلو ادعا کړې

    یو این ایچ سي ار: د بودجې کموالي له امله درې نیم زره کارکوونکي کموو

    فرانس پریس: په منځني ختیځ کې د امریکا پوځیان په دفاعي حالت کې دي

    ټرمپ خپل ټیم ته لارښوونه کړې، چې له ایراني چارواکو سره د لیدو هڅې وکړي

    ټرمپ؛ خبرداری ورکړی چې ټول باید ژر تر ژره تهران پرېږدي

    روان کال په امریکا کې ۱۵۶ وسله والې پېښې شوې دي

    پزشکیان: ایران هېڅکله متجاوز نه وو او نه دی

    رسنۍ: د ایران د تازه بریدونو له امله ۱۱ اسراییلیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

  • اقتصاد

    خوست کې د غنمو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی

    لغمان کې ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي

    مومند: افغان سوداګرو ته دې د ویزو برخه کې اسانتیا رامنځته شي

    د افغانستان بانک: سوداګریز بانکونه به نن هم پرانیستي وي

    د ابو نصر فراهي بندر له لارې هېواد ته د نفتي توکو واردات بند شول

    د صنعت اونۍ نندارتون کې د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result

د چين ـ منځنۍ اسيا دويمه سرمشريزه

جان روان ځاځی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 18, 2025
in نړیوال خبرونه
0 0
0
د چين ـ منځنۍ اسيا دويمه سرمشريزه
7
شریک شوی
17
لیدونکي
Share on FacebookShare on Twitter
د چين ـ منځنۍ اسيا دويمه سرمشريزه د جون په ۱۷مې نېټې د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې ترسره شوه او برخوال هېوادونه یې د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ نوي پړاو ته داخل شوي دي.

‏په دغې سرمشريزې کې د سیمه ييزو همکاريو پر پياوړتيا، امنيت او سوداګريزو او اقتصادي اړيکو خبرې شوې دي.

د چين دولت رئيس شي جین پينګ د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومارت توکايف په بلنه د جون په ۱۶مې نېټې دغه هېواد ته په درې ورځني سفر تللی او د چين – منځنۍ اسيا په دويمه سرمشريزه کې یې ګډون کړی دی.

نوموړي يادې سرمشريزې ته په وينا کې له چين او د منځنۍ اسیا له هېوادونو غوښتي، چې د لوړ کيفیت « کمربند او لار» همکارۍ پراخې کړي او د چين او منځنۍ اسیا د ګډ راتلونکي ټولنې د جوړېدو موخې ته د رسیدو لپاره د چين ـ منځنۍ اسيا روحيې تر لارښوونې لاندې پر مخ ولاړ شي.

په دغې غونډه کې د قرغېزستان ولسمشر صدر جباروف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف او د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف هم ګډون کړی و.

يادو مشرانو په خپلو خبرو کې په دوستانه فضا کې د چين ـ منځنۍ اسیا لومړۍ (شي ان) سرمشريزې راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ د مختلفو برخو همکاريزې لاسته راوړنې يادې کړي، د راتلونکي پرمختګ پر لوري يې بحثونه کړي او هوکړه يې کړې چې ”د چين- منځنۍ اسيا روحيه“ به بيا خپره کړي، پر خپلمنځني دوستۍ به ټينګار ولري او د چين- منځنۍ اسيا د ګډ پرخليک ټولنې ابادي به پر له پسې پرمخ بوزي.

شي جين پينګ يادې سرمشريزې ته په وينا کې ويلي، چې چين په تېرو دوو کلونو کې د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې ژور او عملي کارونه کړي، خپلمنځي هراړخيزو همکاریو يې مثبت پرمختګ موندلی، د چين- منځنۍ اسيا ميکانيزم پراخ چوکاټ يې جوړ کړی، د لومړۍ سرمشريزې ګډې نظريې يې پوره پلې کړي، همکاريزه لار يې لا پسې پراخه کړې او خپلمنځي دوستي يې ورځ تر بلې په پراخېدو ده.

نوموړي ويلي، چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه دې د يو کمربند او لارې د ګډې ابادۍ چارو ته باکيفيته پرمختګ ورکړي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي.

د چين – منځنۍ اسيا لومړۍ سرمشريزه د ۲۰۲۳م کال په مې کې د چين په لرغوني شي ان ښار کې ترسره شوه، چې پدې سره د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو نوې زمانه پيل شوې ده.

شي جين بينګ دغې سرمشريزې ته په وينا کې د منځنۍ اسيا د ابادۍ او همدارنګه د چين او منځنۍ اسيا د ګډ برليک ټولنې د ابادۍ لپاره وړانديزونه وکړل او د منځنۍ اسيا د بېلا بېلو هېوادونو د مشرانو تود هرکلی یې ترلاسه کړ او همغه وخت راهیسې د دواړو خواوو اړيکې ډېرې نږدې شوې دي.

چين د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره هراړخيزې ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې لري، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د همکاريو سندونه يې ورسره لاسليک کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې مفکورې د عملي کولو لپاره يې دوه اړخيزې هڅې ورسره پيل کړې دي.

رئیس شي جین پينګ د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ اړيکې تاريخي او په پراخو برخو کې يې ګډې همکارۍ اړينې بللي او په خبره يې، د دواړو لورو خلک د اړيکو له پراختيا څخه ټينګ ملاتړ کوي، چې پدې سره دغو اړيکو په نوې زمانه کې پياوړی حياتي ځواک ښودلی دی.

د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډ مشارکت د اصولو په رڼا کې د چين او منځنۍ اسیا ترمنځ همکارۍ ورځ تر بلې پراخېږي، د همکاريو جوړښت يې بشپړ شوی او د اقتصاد او سوداګرۍ، صنايعو او پانګونې، زراعت، ترافيک، ګمرک، امنيت او پېښو ته د رسېدنې په برخو کې يې د همکاريو ميکانيزمونه روان دي.

چين او د منځنۍ اسیا پنځو هېوادونو په تېرو دوو کالونو کې پرانېستو همکاريو، ټولشموليت، متقابلو زده کړو او ګډو ګټو اصولو ته مخه کړې او د ښوونې، روغتيا، سياحت په ګډون بېلا بېلو برخو کې یې همکارۍ پراخې کړې دي او په دې هڅه کې دي، چې د متقابل پوهاوي، دوستۍ او ګډ برخليک نوی څپرکی پرانيزي.

دواړه خواوې له تېرو دوو کلونو راهیسې ښې لاسته راوړنې لري، چې دلته به یې څو بېلګو ته اشارې ولرو.

په ۲۰۲۴م کال کې د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د چين د سوداګرۍ ارزښت ۹۴ ميليارډه او ۸۰۰ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوی، چين د منځنۍ اسيا تر ټولو لوی سوداګريز همکار ګرځېدلی او په يادو هېوادونو کې ډېرې پراخې پانګونې کړې دي، د چين له ډېرو ځايونو څخه د چين- منځنۍ اسيا د اورګاډو تګ راتګ پيل شوی او په شي ان ښار کې د قزاقستان او چين په ګډې پانګونې جوړ شوی بندر فعال شوی او باکيفيته پرمختګ يې کړی دی او دغه راز د ټي ايي ټي ار (TITR) ټرانسپورټي دهليز د جوړولو چارې يې هم روانې دي.

د چين، قرغېزستان او ازبکستان د رېللارې د جوړولو پروژه، چې درې هېوادونه سره نښلوي او ۵۲۳ کيلومتره اوږدوالی لري، د روان کال د اپرېل په ۲۹مه پيل شوې ده.

دغه لاره د چين او د منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ تر ټولو لنډه ځمکنۍ لار ده، چې د مالونو د لېږد وخت او لګښت به کم کړي او سيمه ييز اقتصاد ته به همغږی پرمختګ ورکړي.

د شي ان – الماتا لومړي اورګاډي، چې د چين او منځنۍ اسيا ترمنځ د کلتوري تبادلې او سياحت لپاره ځانګړی شوی، د روان کال د مې په ۳۱ مې تګ راتګ پيل کړی، چې پدې سره د چين او قزاقستان ترمنځ د انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلو فعاليتونه پيل شوي دي.

سږکال په قزاقستان کې ( چين ته د سيلانۍ کال) نومول شوی او په چين کې هم (قزاقستان ته د سيلانۍ کال) نومول شوی او ډېرو چینايانو د قزاقستان سمرقند او بخارا سيمو ته سفرونه کړي او د منځنۍ اسيا دودونه يې تجربه کړي دي او د دې ترڅنګ بیا د منځنۍ اسیا ډېرو خلکو چين ته سفرونه کړي دي.

شي جين پينګ د قزاقستان په پلازمېنې استانه کې د چين – منځنۍ اسيا په دويمه سرمشريزه کې له ګډون مخکې له خپل قزاقستاني سیال سره هم ليدلي او پر ځينو موضوعاتو يې ورسره بحث او خبرې کړې دي.

نوموړي ويلي، د چين او قزاقستان ترمنځ‌ اړيکې له نړيوالو بدلونونو سره سره په لوړې سويې روانې دي او په خبره یې، هېواد يې له قزاقستان سره اړيکو ته په ستراتيژيک نظر ګوري او غواړي چې خپلمنځي دوستي يې ورسره دوامداره پاتې شي.

شي جين پينګ د چين ـ منځنۍ اسيا دوهمې سرمشريزې د جوړېدو لپاره د قزاقستان د کارونو ستاينه کړې او باور يې ښودلی، چې دغه سرمشريزه به د چين او منځنۍ اسيا د همکاريو نوې پاڼه پرانيزي.

قاسم جومارت توکايف چين د قزاقستان ښه ګاونډی او باوري ملګری ياد کړی او ويلي يې دي، چې هېواد به یې له چين سره متقابل ستراتيژيک اعتماد او متقابلې همکارۍ ژورې او خپلمنځي اړيکې به ورسره لا پياوړې کړي.

نوموړي ويلي، قزاقستان او چين دې د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ په برخه کې ګډې هڅې وکړي، د تجارت، پانګونې، صنعت، زراعت، انرژۍ او ټرانسپورټ او  دغه راز د کلتور، تعلیم، سپورټ او سيلانيزو چارو په برخو کې دې راکړې ورکړې او همکارۍ زیاتې کړي.

د چين او قزاقستان د سوداګرۍ، پانګونې، ټکنالوژۍ، ګمرکاتو، سیلانۍ او رسنيو د برخو استازو د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې ۱۰ دوه اړخيز همکاريز تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

Share3Tweet2Share1
Spogmai Radio

Spogmai Radio

  • 9.7k Subscribers
  • Trending
  • Comments
  • ورستی
نن او سبا ورځ په يو شمېر ولایتونو کې د واورې اورېدو اټکل شوی

دسمبر 11, 2023
افغانستان بانک د پیسو ترلاسه کولو په برخه کې نوي بدلونونه راوستلي

نوومبر 30, 2023
پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

پکتیا کې پاکستان ته غځېدلې لار وتړل شوه

نوومبر 2, 2023
د کار موندنې خبرتیا!

د کار موندنې خبرتیا!

جون 11, 2020
پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

پیام د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

0
د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

د غني حکومت به پنځه کاله دوام وکړي؟

0
افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

افغان سوله او ډراماټیک پرمختګونه

0
د اورکم لومړۍ ورځ، خوښۍ او اندېښنې

د اشرف غني له پښو ښویېدونکې ځمکه

0
شي جين پينګ د چين- منځنۍ اسيا دوهمې سرمشريزې ته وينا وکړه

شي جين پينګ د چين- منځنۍ اسيا دوهمې سرمشريزې ته وينا وکړه

جون 18, 2025
شي جين پينګ:”د چين او منځنۍ اسیا روحيه“مو رامنځته کړې

د چين او منځنۍ اسيا دويمه سرمشريزه؛ په مختلفو برخو کې لاسته راوړنې

شي جين پينګ د ازبکستان له ولسمشر ميرومونويچ ميرزايوف سره وکتل

وروستي خبرونه

شي جين پينګ د چين- منځنۍ اسيا دوهمې سرمشريزې ته وينا وکړه

شي جين پينګ د چين- منځنۍ اسيا دوهمې سرمشريزې ته وينا وکړه

جون 18, 2025
شي جين پينګ:”د چين او منځنۍ اسیا روحيه“مو رامنځته کړې

شي جين پينګ:”د چين او منځنۍ اسیا روحيه“مو رامنځته کړې

جون 18, 2025
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه
Call us: +1 234 JEG THEME

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • ژوند او روغتیا
  • نړیوال خبرونه
  • معلوماتي خپرونې
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
    • کتاب
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By Icode © 2020 SpogmaiRadio. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist